دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 139324
د الکترونیکی تذکرو د ویش د شروع کیدو لپاره معکوس شمیرنه
ولس مشر لس ورځی د الکترونیکی تذکرو د ویش مسئولانو ته وخت ورکړ تر څو د الکترونیکی تذکرو د ویش په اړه خپله طرحه ارائه کړی.
ریاست جمهوری الکترونیکی تذکرو ویش پوری مربوط کاری ډله موظف کړی دی تر څو د څیړنی وروسته، ددی تذکرو د ویش پیشنهادی طرحه آماده کړی او ریاست جمهوری یا ولس مشر ته وسپاری.
د پرون په ناسته کی د الکترونیکی تذکرو ویش اداره او مربوطه ادارو ته امر وسو تر څو د تذکرو د ویش لپاره طرحه و رییس جمهور ته وسپاری.
د الکترونیکی تذکرو د ویش د طرحی د آماده کولو فرمان هغه وخت مربوطه ادارو ته وسوه چی ددی نه مخکی، ولس مشر د الکترونیکی تذکرو د ویش لړي څخه خنډونه ایسته کړه. حکومت وایی چی ټول خنډونه د الکترونیکی تذکرو د ویش د لاری څخه ایسته سوی دی او ډیر ژیر د ویش لړي یی شروع کیږی.
د الکترونیکی چارو کارپوهانو نظریی په اساس، الکترونیکی تذکری داسی سند دی چی د جعل او تزویر څخه مخنیوی او د فساد د منځه وړنی لپاره مرسته کوی. علاوه پردی ملی مهم امر کی یعنی انتخابات کی شفافیت منځته راوړی او د هغه د ترسره کیدو پروسی ته سرعت بخښی.
ددی کارت څخه کولای سو د نورو بخشونو په تنظیم کی ګټه واخلو. د الکترونیکی تذکری د رامنځته کیدو د سیستم په برخه کی د پرمختللی تکنالوژی څخه ګټه اخیستل کیږی. همدارنګه ددی سیستم له لاری د ګوتی نشان او د سترګی تصویر اخیستل کیږی او د تذکری لرونکی ټول معلومات په مرکزی دیتابیس کی ثبت کیږی. د پروژی کار نهایی سوی دی ډیر ژیر به سیستم آماده او تذکری ویښیږی.
الکترونیک حکومتداری د افغانستان ننۍ ټولنی اساسی لازمو څخه بلل کیږی او د خدمتونو د ښه ارائه کولو، د هموطنانو د ژوند د سطحی د ښه والی د شفاف او موثر حکومتداری په تقویت او رامنځته کونه کی ګامونه پورته سوی دی او ددی انتظار کیږی چی دا روند ادامه پیدا کړی او الکترونیک دولت خدمات ورځ په ورځ د افغانستان په سطحه پراختیا پیدا کړی.
یو بل د پوهانو څخه وایی هر وخت چی د الکترونیکی تذکرو په ویش کی په داسی ډول سره چی ویل کیږی عملی سی دا یو ښه سهولت د خلګو لپاره دی بلکه یو ښه دقیق مدیریت پروژه په افغانستان کی دی په داسی شرط چی ددی برنامی مدیریت او اداره د افغانانو په لاس کی وی بغیر د هغی بیا هم ډیر خارجیان به افغانی تذکری ترلاسه کړی او یا هم مغرض کسان څو تذکری به واخیستل سی او خپل د زړه کار به وکړی.
لکه څنګه چی د کارپوهانو د خبرو څخه معلومیږی، الکترونیکی تذکری عمده خاصیت، د تقلب او دست کاریو څخه مخنیوی دی چی ډیر خلګ د کاغذی مدارکو او اسنادو څخه په هیواد کی رنج وړی او هر وخت داسی خلګ شتون لری چی خپل ګټی لپاره، په هر ډول سند او مدرک کی لاس وهنه کوی او د اسنادو او مدارکو په جعل سره، نور د خپل حقوقو څخه محروم کوی او خپل اطرافیان داسی ځایونو ته رسوی چی دهغه مستحق نه دی.
اوس چی ریاست جمهوری د الکترونیکی تذکرو ویش لړۍ پیلوی، داسی په نظر رسیږی د هغه کسانو لپاره چی په هر دلیل د الکترونیکی تذکرو د ویش څخه مخنیوی کولی، ددی وخت رسیدلی دی چی د مخالفت څخه لاس واخلی تر څو دا تذکری هر څه ژیر زموږ هموطنانو ته ورسیږی.
لکه څنګه چی ټوله پوهیږو ددی پیژندل پاڼو پر ویش باندی هر ډول جنجال خپل اوج ته هم ورسیدی او داسی په نظر نه رسیږی چی په دی اړه کوم جنجال پاته سوی وی نو د همدی امله هم عرف او هم عقل حکم کوی تر څو د افغانستان خلګ د هر قشر او تبار او هر ګوند او هر ډلی څخه چی دی، په اوسني شرایطو کی ټوله یو غږۍ سی او د دولت او حکومت څخه وغواړی تر څو مذکور تذکرو د ویش لړي تر دی مخکی چی جنجال او وقفی سره مخ سی، سریعآ شروع سی او فرجام ته ورسیږی.
امکان لری د الکترونیکی تذکرو په کیفیت کی، ډیر ملاحظات د کارپوهانو او اقوامو څخه په افغانستان کی مراعات نه وی سوی؛ خو دا نکته هم د یاده ونه باسو چی په هیواد کی ځینی واقعیتونه هم نادیده نه سو نیولای او نه هم د هغه واقعیتونو سره جنګ وکړو؛ ځکه چی شتون لری او داخلی او خارجی قوی ملاتړ څخه هم برخمن دی او په راتلونکی کی هم وی او حقیقت دادی چی ددی سیستماتیک او هدفمند او پلان سوی ناهنجارونو سره په افغانستان کی مبارزه نه سو کولای او ددی ډول سیستمی مریضیو سره مبارزه ټوله هیواد وضعیت متاثیره او ملتهب کوی؛ هغه هم په داسی ډول سره چی د ابد لپاره دداسی وحشتناکه او خرابوونکی لمنی له منځه نه ځی.
نو یواځی پاته لاره د خلګو لپاره دادی چی د الکترونیکی تذکرو ویش په هر شکل چی وی په نیک فال سره ونیسو او هیله منده اوسو چی الکترونیکی تذکری وکولای سی خپل سهم د تزویر او ریا او جعل او تقلب په برخه کی ادا کړی او تر یو اندازی پوری د هیواد لوی تصمیمونو کی د دشمنانو نفوذ له منځه یوړل سی.
https://avapress.com/vdchiwnzk23nxxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته