دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 114646
د امو سیند د اوبو د زیاتیدو په اړه د جوزجان د چارواکو خبرداری
د جوزجان والي وايي: د امو دریاب اوبه ښايي سږکال په بې ساري ډول زیاتې شي او د سیلو له امله به خلکو ته ډیر زیانمن شي.
والي لطف الله عزیزي پرون [سه شنبه] ازادي راډیو ته وویل چې د امو دریاب د اوبو کچه لوړه شوې او د نږدې ولسوالیو خلک یې کډه کیدو ته مجبورکړي دي. لطف الله عزیزي وړاندې وویل:
((د دریاب اوبه تقریبا ډيرې زیاتې شوې دي. د اوبوکچه ترعادي حالت، تقریبا دوه متره لوړه شوې ده.
زموږ د خماب او قرقین ولسوالیو خلک تر فشار لاندې دي.
یو شمېرخلک په سیمه کې د اوبو د تهدید له امله، نورو ولسوالۍ ته کډه شوي دي.))
د جوزجان والي څرګنده کړه چې له طبیعي پيښو سره د مبارزې ډلې یې ترخطرلاندې ولسوالیو ته استولې دي.
د والي په وینا، مرستندویه ډلې هڅې کوي چې د دریاب نږدې سیمو کې د شګې بوجۍ ځای پرځای کړي څو د خلکو کورونه او زراعتي ځمکې له سیله وژغورل شي.خو د جوزجان والي دا هڅې کافي نه ګڼي.لطف الله عزیزي زیاته کړه: ((هغه سروې ګانې چې په ازبکستان کې د اوبو د کچې د لوړیدو په اړه شوې داسې اټکل کوي چې د امو دریاب اوبه ښايي دومره زیاتې شي چې په تیرو 50 کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د اوبو ارتفاع به 4 مترو ته ورسیږي چې ساری او که داسې وشي نوموږته به ډيرزیات تاوان ورسیږي او زموږ خلک به ډیر وځپي خو خدای دې وکړي چې داسې ونه شي.))
د جوزجان والي زیاته کړه چې په امو دریاب کې د اوبو کچه هره ورځ لوړیږي او دوي هڅه کوي چې په شاوخوا کې پرتې کورنۍ امنو سمیو ته ولیږدوي.
والي څرګنده کړه چې له ګاونډيوهېوادو سره یې د اوبو د تنظیم پر پروګرامونو خبرې پيل کړې دي.
د لطف الله عزیزي په وینا، په سیمه کې د امنیت خرابوالی د اوږد مهالو پروژو د عملي کیدو مخنیوی کوي خو ټینګار یې وکړچې په سیمه کې به د اوبو د ستونزې د حل هڅې جاري وساتي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkknz-23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته