دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 126157
ډاکټر عبدالله: هیواد کې لاهم د ښځو پر وړاندې ننګونې شته
د حکومت اجرایي رییس په وروستیو څوارلسو کلنو کې د ښځو رول ارزښتناک یادوي او ټینګار کوي چې لاهم د ښځو پر وړاندې ننګونې شته.

د حکومت اجرایي رییس په وروستیو څوارلسو کلنو کې د ښځو رول ارزښتناک یادوي او ټینګار کوي چې لاهم د ښځو پر وړاندې ننګونې شته.

ډاکټر عبدالله د ښځو په ملي پراختیايي پروګرام کې وویل چې د ښځینه و ستونزو ته رسیدنه د ملي یووالي حکومت کاري لومړیتوب دی.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفیر وايي امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان سره کړې ژمنې عملي کوي.

په هیواد کې د ښځو د وړتیا لوړاوي پروګرام له دوه کاله دمخه پیل شوی او دغه پروګرام د امریکا متحده ایالاتو له لوري تمویلیږي د دغه پروګرام لګښت شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالر دي او ټاکل شوې تر پنځو راتلونکو کلونو پوري لږ تر لږه پنځه اویا زره زره ښځې تر خپل پوښښ لاندي راولي.

د وړتیا لوړاوي پروګرام په افغانستان کې د ښځو د وړتیا او پیاوړتیا باندي تمرکز لري او موږ به په روان کال کې په افغانستان کې د ښځو د وړتیا لوړاوي په اړه کار وکړو موږ په راتلونکو پنځو کلونو کې شاوخوا دوه سوه میلیون ډالر په افغانستان کې د میرمنو لپاره ځانګړي کړي.

له بلې خو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي،دغه ښځې د هیواد له څلور دیرش ولایتونو څخه کابل ته راغلي او په خپلو ولایتونو کې به په بیلابیلو برخو لکه د ښځو پیاوړتیا په برخه کې هڅه وکړي.

دملي یووالي حکومت اجراییه مشر په وروستیو کلونو کې د میرمنو ونډه مهمه بولي او ټینګار کوي چې حکومت د میرمنو پر وړاندي د ننګونو حل په برخه کې ژمن دی.

ډاکتر عبدالله وايي،د امنیت نشتون او د نړیوالي ټولنې د مرستو کموالی، په هیواد کې د میرمنو پر وړاندي له عمده ننګونوڅخه بلل کیږي، خو په کابل کې د امریکا سفیر ټینګار کوي چې د ناټو غړي هیوادونو چمتو دي څو د افغانستان له حکومت سره اوږد مهاله همکاري وکړي.

د امریکا سفیرمایکل مک‌کنلی نړیواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره پر خپلو ژمنه ولاړه ده، د امنیت مسله د یو ملګري له خوا یاده شوه ټاکل شوې تر دوو راتلونکو میاشتو پورې په وارسا کې یوه غونډه د ناټو غړو هیوادونو تر منځ ترسره شي په دغې غونډه کې به د نړۍ او د ناټو غړي هیوادونه یو ځل بیا خپل ملاټړ تر څلور راتلونکو کلونو پورې د افغانستان له حکومت او امنیني ځواکونو څخه اعلام کړي"

سره له دي چې په تیرو څوارلس کلونو کې د ښځو وړتیا لوړاوي لپاره په هیواد کې زیاتې هڅي ترسره شوي او میلیونونه ډالر هم په دې برخه کې لګول شوې خو لیدل کیږي چې اوس هم ښځې له ګنو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 
https://avapress.com/vdchm-nzq23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته