دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 119759
په کندز کې د شهیدانو او ټپیانو له ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په شمال ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ موسسې یوه چارواکي سید اغا عتیق ازادي راډیو ته وویل، چې په دې مرستو کې ۳۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي مواد موجود دي همدارنګه پر هغو مُلکي کورنیو باندې وېشل کېږي چې د جنګ پرمهال یې د کورنۍ غړي یا وژل شوي او یا ټپیان شوي وي.

نوموړي وویل چې د ماین پاکونۍ موسسې دغه مرستې له بېلابېلو موسسو څخه راټولې کړي دي، څو د کندز په جنګ ځپلو کورنیو باندې یې ووېشي.

ښاغلي عتیق وايي:

"۲۰۰ کورنیو باندې دغه مرستې وېشل کېږي چې په دې مرستو کې کمپلې، دوشکې، د پخلنځي وسایل، هرې کورنۍ ته یوه غالۍ، ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي او نور توکي شامل دي."

عتیق زیاتوي چې نوموړې موسسه پلان لري، څو په راتلونکي کې هم د کندز د شهیدانو او ټپیانو پر کورنیو باندې مرستې ووېشي.

په ورته وخت کې، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دی، ډېره خوښي څرګندوي.

دوی وايي چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان ول، خو له دې مرستو سره تر یو حده پورې به یې ستونزې حوارې شي.

یوه تن له دغو کورنیو څخه شرف الدین وویل:

"موږ ته په دې مرستو کې کمپلې، غالۍ، دوشکې، وریجې، غوړي او د پخلنځي وسایل راکړل شول ډېر خوشحاله یم."

یو تن بل ثمر ګل زیاتوي:

"له ما سره یې یوه غالۍ، دوشکې، کمپلې، وریجې، بوره، لوبیا او غوړي مرسته وکړه، ډېر خوشحاله يم."

د معلوماتو له مخې، د نوموړي ولایت د سقوط له کبله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ له دې ولایت څخه د هېواد نورو ولایتونو ته بې ‌ځایه شوي دي، چې دا مهال یو شمېر یې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي، خو دوی وايي چې تر اوسه پورې یې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د رسمي سرچېنو د معلوماتو بر بنسټ، د کندز په ۱۵ ورځېنۍ جګړه کې څه باندې ۱۲۰ تنه مُلکي کسان وژل شوي دي همدارنګه څه باندې ۱۵۰۰ تنه ټپیان شوي چې د ټپیانو ډېره برخه یې مُلکي وګړي جوړوي.

د یادونې وړ ده چې نوموړې موسسې له دې مخکي هم په دې ولایت کې د شهیدانو او ټپیانو پر ۱۰۰ کورنیو باندې خپلې مرستې وېشلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmwnzw23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته