دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 121774
جمهور رئیس غني په کابل کې د رسنیو په کارکوونکو ځانمرګی برید په سختو ټکو غندي
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل په دارالامان سیمه کې د رسنیو په کارکوونکو ځانمرګی برید، چې له امله یې د رسنیو کارکوونکي او زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په سختو ټکو غندي.

جمهور رئیس غني سویس هېواد ته د رسمي سفر او د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، دښمن کوښښ کوي چې د ترهګریزو بریدونو له لارې په افغانستان کې د رسنیو غږ خاموش او د وینا ازادي محدوده کړي. هغه زیاته کړه، حکومت په ټول قوت د رسنیو او د وینا د ازادي ملاتړ او دفاع کوي او د دښمن د دغه وړ بریدونو او جنایتونو پر وړاندې به ټینګه مبارزه وکړي.

د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان حکومت به له هغو ډلو سره چې بې ګناه خلک شهیدانوي، د سولې خبرې ونه کړي او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په خپل ټول قوت د دوی پر وړاندې وجنګېږي.

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، چې حکومت د ترهګریزو ډلو د له منځه وړلو او د دوی د فعالیتونو د مخنیوي پیاوی هوډ لري.

جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د ټپیانو د سمې درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي. جمهور رئیس د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او د یادې پېښې ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqznzk23niqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته