دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 110208
جمهور رئیس غني د ایران د جمهور رئیس له مرستیالې مېرمن معصومې ابتکار سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د جمهور رئیس له مرستیالې او د هغه هېواد د چاپیریال ساتنې د ادارې له رئیسې ډاکټرې معصومې ابتکار سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د تهران په ښار کې د جمهور رئیس غني په استوګنځي کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د همکاریو په باب خبرې وکړې.
جمهور رئیس وویل، د سیلاوونو راوتلو، د ځنګلونو غوڅولو، د څړځایونو له منځه تللو او غیر قانوني ښکار د افغانستان چاپیریال ته زیات خطرونه متوجه کړي دي.
د هېواد جمهور رئیس هغو تجربو ته په پام سره چې د ایران اسلامي جمهوریت یې د چاپیریال ساتنې په برخه کې لري، د هغه هېواد د چاپیریال ساتنې د ادارې له رئیسې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
جمهوررئیس غني وویل چې د افغانستان حکومت په دې هڅه کې دی چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې لازم ظرفیتونه رامنځته کړي.
په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني او د ایران د جمهور رئیس مرستیالې او د هغه هېواد د چاپیریال ساتنې د ادرې رئیسې ډاکټرې معصومې ابتکار، د چاپیریال ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو په ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.#
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvvnz623nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته