دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 100100
ډېر ژر به د افغانستان په شمال کې د کلفت بندر بېرته فعال شي
د افغانستان په شمال کې د کلفت بندر په نيژدې راتلونکي کې بيرته فعال کيږي.
په جوزجان ولايت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو په دې هکله خبر ورکړی دی.
دا بندر له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته غير فعاله شو.
د افغانستان د نفتي موادو د ادارې ریيس فريدالله شيرزي د دې بندر بېرته پرانيستل د افغانستان لپاره مهم وبلل؛ ځکه چې دلته وچه لاره نشته، د کښتيو له لارې کېدای شي افغانستان ته زرګونه ټنه ګاز او نفت راوړل شي.
د کلفت بندر چې د افغانستان تر ټولو پخوانی بندر دی؛ د جوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ سره په ۲۰ کيلو متره فاصله کې موقعيت لري او د بېړيو له لارې افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي.
https://avapress.com/vdchvvnzv23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته