دخپریدو نیټه :جمعه ۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۴
د مطلب کود : 136895
د تورخم لويې لارې د موټرو د ټکر له امله ۶ تنه مسافر ټپيان شول
د ننګرهار چارواکی ویلی، ددی ولایت د تورخم لويې لارې په اوږدو کې د موټرو د ټکر له امله ۶ تنه مسافر ټپيان شول.

د ننګرهار ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼی په دی اړه رسنیو ته وویل، دغه پېښه پرون د بټي کوټ ولسوالۍ د ننګرهار ولایت اړوند د دويم فارم په سيمه کې د ټيلر، تراکتور او الټو موټرو د ټکر له امله مخامخ شول.

هغه وایی، چې د دغې پېښې ۲ تنه ټپيان د بټي کوټ سيمه ييز روغتون ته وړل شوي او ۴ نوريې د جلال اباد عامې روغتون لېږدول شول.

ویلګږی، هغه پېښه د موتر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله مخامخ شوې ده.
https://avapress.com/vdchw-nzm23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته