د کندهار والي زلمي ویسا ویلي په ټول توان سره به هڅه کوي چې په دغه ولایت کې پولیو له منځه یوسي.
ښاغلي ویسا د شنبې په ورځ کندهار کې د عامې روغتیا وزارت د ورغلي پلاوي او مرستندویه موسسو په ګډه ناسته کې کړي دي.
ښاغلي ويسا په خپلو خبرو کي ویلي چې ولايتي اداره د پوليو په له منځه وړلو کي جدي ده او په ټول توان سره به هڅه کوي چي واکسين تر لرو پرتو کليو پورې ورسوي.
د کندهار والي ویلي په همدې موخه يې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو سره خبرې کړي او هغوی ډاډ ورکړی چي د پوليو پر وړاندي د واکسين په تطبیق کې به ورسره پوره همکاري کوي.
د عامي روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر هدایت الله ستانکزي په دې ناسته کې ویلي چې د عامي روغتيا وزارت هم د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق او د دغه ناوړه مرض په له منځه وړلو کي جدي هڅې کوي.
د يادي ليدنې پر مهال د يو شمېر مرستندویه موسسو استازو هم د پوليو پر وړاندي د واکسین په تطبیق کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پولیو یا د ماشومانو د فلج د ناروغۍ ډیرې نښې پکې موندل کیږي.
د هیواد په ځینو سیمو کې وسله والې ډلې د دې ناروغۍ د واکسین کوونکو پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.