دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 90029
ننګرهار: دیوې چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر اوو تنو ته ورسید
په ننګرهار کې د شوې چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر اوو تنو ته ورسید.
د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د درونټې په ساحه کې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د حقوق مدیر په موټر چاودنه شوې، چې له امله يې خپله مدير وژل شوی او شپږ تنه عام خلک ټپيان شوي دي.
بل خوا د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال وايي، چاودنه د مقناطیسي بم له امله شوې،چې له وړاندې نه په یاد موټر کې ځای پرځای شوی و.
ددې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwvnw.23nvidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته