دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 110596
د واکسیناسیون اونۍ په افغانستان کې په لاره واچول شو
د معافیت ورکونې یا د واکسیناسیون اونی نن په افغانستان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د معافیت ورکوني د فعالیتو د ملاتړکوونکي ملی او بین المللی کلیدی شرکاوو په ګډون په لاره واچول شو. د معافیت ورکونې اونی د واکسین د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او په وخت سره د خلکو لخوا واکسینونه د تر لاسه کولو د اقدام څخه د ډاډ منیدو په موخه لمانځل کیږي.


د عامې روغتیا وزارت د پالسی او پلان مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وویل: د خلکو د پوهې د کچې د لوړلو لپاره او د واکسیناسیون د خدمتونو د ودې او د معافیت ورکونې په باب د ټولنو د غوښتنو لپاره باید زیات اقدامات ترسره شي. مونږ دې ته اړ یو چې د نورو روغتايي خدمتونو سره معافیت ورکونه یوځای کړو څو له لارې د معافیت ورکونې تشې لرې شي او روغتیايي سیستم ته پیاوړتیا ورکړو څو وشو کولای هرماشوم ته د واکسین وړاندې کولو له لارې ورسیږو. مونږ باید ډاډمن شو چې واکسینونه ټولو ته د لاسرسی وړ او په ارزانه توګه چمتو شوی دی.


د سرخکانو خپریدل په افغانستان کې زیات شوی- ۴۴۵ لابراتواري تائید شوې پيښې د ۲۰۱۵ کال په لومړي ربع کې ثبت شوي دي چې د تیرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالې ښي چې ټول ټال 581 پيښې په تیر کال کې ثبت شوې وې. د واکسیناسیون د اونۍ د فعالیتونو د يوې برخې په توګه عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیواله اداره او د یونیسف ادارې د اروپا د کمیسیون د انسان دوستې د همکاریو ادارې په ملاتړ، د معافیت ورکونې کمپاین د قندهار، هلمند او خوست په ولایتونو کې چې زیاتره د سرخکانو د خپریدو د خطر سره مخ دي، په لاره واچول شو.



د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکتر ریګ پیپر کورن وویل: نږدې نیم میلیونه ماشومان د ۹ – ۵۰ میاشتې پورې ماشومان د سرخکانو په وړاندې به معافیت ترلاسه کړي او همدا راز ددې کمپاین په بهیر کې د پولیو واکسین دوه څاڅکې به ددغو ماشومانو په خوله کې وڅکول شي. د سرخکانو د واکسین کمپاین په ټول هیواد کې په دوو پړاونو کې چې یو پړاو يې د مې په میاشت کې او دویم پړاو یې د جولای په میاشت کې ترسره کیږي، د پنځو کالو لاندې شاوخوا پنځه میلیونه ماشومان به په هغی کې د سرخکانو په وړاندې معالیت ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي ښاغلي آکهیل آییر وویل: په هره سیمه کې چې ماشومانو ته معافیت ورنکړل شي، د ماشومانو ژوند او د ټولنو راتلونکي به د خطر سره مخ وي. مونږ دې ته اړتیا لرو چې ټولو سیمو ته لاسرسی ولرو، په تیره بیا هغو سیمو ته لاسرسی پیداکړو چې په هغو کې په منظمه توګه واکسین نه تطبیقیږي. دا ډاډ باید ترلاسه شی چې هر ماشوم په هره سیمه کې د خوندي کونکي واکسینونه په منظمه توګه ترلاسه کوي.

معافیت ورکونه تر ټولو اغیزمنه او تر ټولو کامیابه روغتیايی مداخله شمیرل کیږي، له ناروغیو، معوبیتونو، د واکسین سره د وقایې وړ په ناروغیو کې لکه تورټوخۍ، سینه بغل، پولیو، نس ناستی، ټیټانوس او د سرخکان له امله د مړینو په مخنيوي کې خورا زیات حیاتی رول لري.

په افغانستان کې د پنځو کالو لاندې د ماشومانو د مړینې کچه په نړۍ کې ترټولو لوړه ده چې له ۱۰۰۰ ژوندي زیږونونو څخه ۹۹ يې چې نږدې ۲۰ سلنه ته رسیږي، د واکسین سره د وقایی وړ د پنځو کالو لاندې د ماشومانو مړینه جوړوي. افغانستان د نړۍ په کچه د پولیو په دريو اندیمیک هیوادونو په قطار کې ځای لري چې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۲۸ پیښې، په ۲۰۱۳ کال کې ۱۴ پیښې او په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ پیښې لرې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwvnz-23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته