دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 117030
د افغانستان اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره وکتل
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي په حاشیه کي د یاد سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.
په دغه کتنه کي د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د سیمه ییزو همکاریو پر جلب خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو په چوکاټ او له همدې ادرسه له سوو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان هیله لري، له دې ادرسه د مربوطه او باقي مانده ستونزو او ننګونو لپاره اساسي حل لاري پیدا کړي.
نوموړي وویل، چي هیواد یې له بهره د تمویلېدونکي تروریزم قرباني دی او له ملګرو ملتونو هیله لري، چي ددې بهرني تروریزم پر ضد د سیمي او نړۍ په کچه توجه او همکاري جلب کړي.
د هغه په خبره، چي افغانستان د خود کفا يۍ لپاره د یو منظم پلان له مخي روان دی او اړتیا ده، چي نړیواله ټولنه ددې پلان په ملاتړ کي خپله همکاري درېغ نکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د افغان حکومت لخوا پلان سوي اصلاحات او په دې برخه کي سوي اصلاحات وستایل او زیاته یې کړه، دوی هیله لري، چي په اړوندو برخو کي ژمنه سوي سمونونه مشاهده کړي.
د هغه په خبره، چی نړیواله ټولنه د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده او په عین حال کي امید لري، چي افغانستان به یاده موده کي د پر ځان بسیا کېدني لپاره لازم ګامونه واخلي.
ښاغلي مون وویل، چي تروریزم یو مشترک دښمن او جهاني ننګونه ده او پر ضد یې د سیمي او نړۍ په کچه د اساسي کار اړتیا لیدل کيږي.
نوموړي زیاته کړه، چي دوی د افغانستان له ملي یووالي حکومت او پلان سوي فعالیتونو ملاتړ کوي او ژمن دي، چي ټاکل سوو اهدافو ته په رسېدو کي خپله ونډه ادا کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ترمنځ په ننۍ لیدنه کي د افغانستان د همسایه ګانو سره پر اړیکو او د افراطیت پر ضد د سیمه ییزو هکاریو پر جلب هم د نظرونو تبادله وسوه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxqnzv23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته