دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۴۷
د مطلب کود : 153517
په کنر کی پاکستانی ځواکونو څو پوستو باندی دولتی ځواکونو بریدونه
دولتی ځواکونه د کنر په ولایت کی د پاکستان نظامی بریدونو په غبرګون، د هغه هیواد څو امنیتی پوستو باندی بریدونه کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جمعه ګل؛ د کنړ امنیه قوماندان د سه شنبه په ماسپښین و خبرنګارانو ته وویل چی د دولتی ځواکونو په برید کی، پاکستانی ملیشه ګانو ته زیان اوښتی دی خو جزئیات په لاس کی نه لری. د اخیر یو اونۍ په جریان کی د زرو څخه ډیر راکت د پاکستانی نظامیانو له لوری د کنړ سرحدی سیمو باندی توغول سوی دی. د کنړ امنیه قوماندان د رادیو آزادی خبرنګار ته وویل: په دی ولایت کی پاکستانی نظامیان د دولت مسلح مخالفانو څخه ملاتړ کوی.
https://avapress.com/vdchzxnzq23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته