دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 146598
افغانستان او شرم آوره خبری

 

د پارلمان په دننه کی د پنځه تنو مشکوکو کسان نیول کیدو وروسته، د مجلس یو نماینده په ملی شورا کی د اسلحو د ځای پرځای کیدنی د تروریستی برید لپاره خبر ورکوی.

حاجی حضرت علی، د ننګرهار خلګو نماینده د نمایندګانو مجلس داخلی امنیت کمیسیون په ناسته کی وویل: متاسفانه خبر لرم چی یو راپور امنیت ملی ته راغلی دی چی په پارلمان کی اسلحی ځای پرځای سوی دی، انتحاری راځی او تاسو(وکیلان) پرځان پام وکړی.

دا خبری په داسی حال کی بیانیږی چی څو ورځی مخکی یو مشکوک کس د پارلمان د څو دروازو څخه د تیریدو وروسته د امنیتی ځواکونو له لوری نیول سوی دی. نیول سوی کسان ځان د حاجی حضرت علی مجلس نمایندی نږدی خپلوان معرفی کړی دی، خو حضرت علی ددی خبری څخه بی خبری ښیی او دا کسان نیول کیږی.

ددی مشکوکو کسانو نیول کیدل ګویا د ځینو نمایندګانو بالخصوص د سنا مجلس مشر باندی دروند تمامیږی او فضل هادی مسلمیار ددی پنځو تنو د آزادی امر صادروی او هغوی آزادیږی. د فضل هادی دا کړنه د ډیرو نمایندګانو بالخصوص ننګرهار خلګو نمایندګانو لپاره پوښتنه منځته راوړونکی کیږی او ددی سبب ګرځی چی د سنامجلس مشر باندی تورونه وارد سی چی ګویا هغه ددی مشکوکو  کسانو سره مرسته کوله چی په پارلمان کی تروریستی برید ترسره کړی.

ځینی نمایندګان دا تورونه پرژبه راوړی او د سنا مجلس مشر او طرفداران یی د فضل هادی مسلمیار څخه دفاع کوی او د سنا مجلس او ملی شورا صحن د سړه جنګ په میدان باندی بدلوی، هغه څه چی په نورو هیوادونو کی لږ مشابه کړنه یی پیدا کیدلای سی.

اوس ددی خبری رښتیا او دروغ خو پرخپل ځای، که داسی شرم آوره خبره صحیح هم وی او سنا مجلس مشر او ځینی کسان د ملی شورا او سنا مجلس څخه په دی کړنه کی لاس هم ولری؛ خو ددی خبرو ګزارش اصل، د هیڅ ملت ملی او ذاتی هویت او حیثیت سره متناسب نه دی.

هغه هیواد چی برفرض ددی خبری صحیح والی سره، دولتمردان او چارواکی یی د دنیا یی امتیازاتو یا هم سیاسی معادلاتو او یا هم خپل خارجی اربابانو ته د خدمت کولو لپاره داسی کړنی باندی لاس پوری کوی او د خپلو مجروح او ټپی خلګو پر سینو باندی د خیانت او جنایت لاس وهلی!

حقیقت دادی چی دداسی خبرو او ګزارشونو خپریدل د ټولو افغانانو بومی او ملی هویت او حیثیت ته ضربه وهی او زموږ نجیب خلګو څیره د نورو تحقیر او طعنه لرونکو ملتونو کی قرار ورکوی.

پوهیږو چی داسی تریخ واقعیتونه هم په ځینو نورو هیوادونو کی هم ترسره کیږی او ځینی فرصت طلبان خپل ملت په وړاندی جنایت او دنائت باندی لاس پوری کوی، خو په نورو هیوادونو کی د ملی مفاهیمو او ارزښتونو په نامه یو څیز سته چی د هر دولت او ملت سره خطوطو حکم لری؛ نو د همدی لپاره هر څوک چی ددی خطوطو څخه پښه واړوی نو پښه به یی د ملی قوانینو او قاعدو په ساطور باندی قطع کیږی.

په نورو هیوادونو کی دداسی خبرو خپریدل منع دی او د موجوده قوانینو په اساس، د هغه کسانو سره جدی او قاطع چلند کیږی.

خو زموږ هیواد افغانستان کی رسنۍ هم دداسی خبرو څخه رنج او زیان وړی.

په افغانستان کی کافی دی چی یو حادثه رامنځته سی او یا یوپیښه صورت ونیسی، نور د هیڅ رسنۍ لپاره مهم نه دی چی دداسی خبری خپرول د افغانستان ملی دولت او ملت ارزښتونو او معیارونو سره یوشان دی که نه یا هم د هغه خبرو خپرول د یو ملت څو زره کلن حیثیت او هویت نشانه لاندی نیولی وی او موږ د هغه خبرو په خپرولو سره، خپل خلګو کلتور تحقیر او توهین کی نقش ولرو؟!

متاسفانه زموږ رسنۍ بیله دی چی د یو خبر کوم مثبت او منفی پایلی ته توجهه ولری، هڅه کوی چی خپل رسنیزی رقیبانو څخه مخته سی او له بل لوری د حکومت او دولت له لوری هم د ملی ګټو او ارزښتونو سره مخالف خبرو خپرولو لپاره کوم ممانعت نسته او که کوم قانون هم وی خو نه اجرا ته نه سپارل کیږی.

په هر حال، په هیڅ وخت کی دولت او حکومت رسنیزو ګزارشونو ته بی تفاوتی او بی اعتنایی حق نه لری که نه نو خپل هم په سیمه او نړۍ کی د افغانانو کلتور او خلګو توهین کی لاس لری.

https://avapress.com/vdci3qazvt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته