دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۲۱
د مطلب کود : 138146
د بغلان ولایتی شورا دروازه و تړل سو
د بغلان ولایتی شورا غړي د علم جان مجاهد، ددی شورا د غړی د ترور په اعتراض سره د خپل شورا دفتر دروازه وتړل.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، علم مجاهد د اسلامی ګوند د قوماندانانو څخه او د بغلان ولایتی شورا غړی د تیر اونۍ د پنج شنبی په ورځ کی د مسلح مخالفانو په یو کمین کی د خپلو دری محافظانو او یا ګاردانو سره ووژل سو.
په دی حال کی، د بغلان ولایتی شروا غړي وایی چی دا حادثه په بغلان کی ددی شکاره کوونکی دی چی محلی حکومتونه د خلګو د ځان، مال او ناموس د محافظت او ساتنی توان نه لری.
اسدالله شهباز، د بغلان ولایتی شورا رئیس ددی ولایت د امنیت د نه تامینولو په وړاندی د حکومت بی توجهی  لپاره وویل چی تر لسی ورځی پوری به ددی شورا دروازه تړلی وی.
د بغلان ولایتی شورا په قطع نامه کی هم ددی ولایت و ناامنیو ته اشاره سوی دی او ټینګار سوی دی چی د ناامنیو د ډیریدو په نتیجه کی ددی ولایت مطرح شخصیتونه ترور کیږی.
د بغلان ولایتی شورا غړو په خبره، د علم جان مجاهد ترور ددی ولایت د نورو شخصیتونو لپاره د زنګ خطر دی.
دا شورا د مرکزی حکومت څخه غواړی چی ناامنی د لسو ورځو په جریان کی خلاصه کړی او د ښاغلی مجاهد او نورو شخصیتونو قاتلین د خپلو اعمالو و سزا ته ورسوی.
د بغلان ولایتی شورا هشدار ورکوی که په ورکړل سوی وخت کی ددی شورا خبرو ته رسیدګی ونه سی، هغوی به موضوع د خلګو سره شریک کړی او د ممکنو لارو څخه به پیګیری کړی.
په ۱۳۹۲ کال کی محمد رسول محسنی د بغلان ولایتی شورا پخوانۍ رئیس هم په پلخمری کی د یو انتحاری په ترڅ کی د خپلو هملارو سره ووژل سو.
https://avapress.com/vdci5vazqt1apz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته