دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 145931
په تاجیکستان کی د پاکستان او افغانستان سرانو لیدنه
قرار دی نن ولسمشر غنی او نواز شریف، د پاکستان صدراعظم، د کاسا-۱۰۰۰ بریشنا لیږدونی دوهم فاز افتتاحیه په اړه د دوشنبه په ښار کی، یو دبل سره لیدنه وکړی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د اقتصادی او تجارتی مسایلو ترڅنګ، د تروریزم سره سیمه ایز مشترک مبارزه ددواړو هیوادونو مشرانو ترمنځ د خبرو اصلی نکاتو څخه دی.
ولسمشر غنی په دی لیدنه کی یوځل بیا د ټولو تروریستی ډلو سره په مبارزه کی د پاکستان بی له کوم توپیر مبارزی غوښتونکی به سی.
دا په داسی حال کی دی چی د افغانستان ریاست جمهوری د دهشت افګنانو پروړاندی همزمان عملیات شروع کیدو څخه د دیورند خط دوو لورو څخه، چی د آمریکا تر نظارت لاندی به وی خبر ورکړی دی.
آخری ځل ښاغلی غنی او ښاغلی شریف څلور اونۍ مخکی د شانګهای همکاریو ناستو په لړ کی د آستانه په ښار کی، سره لیدلی دی، هغه لیدنه چی په کابل کی د آلمان سفارت په وړاندی د انتحاری مرګباره برید د هغه پر فضا باندی سایه اچولی وو.
مینه پال د آمریکا غږ ته وویل، په سیمه بالخصوص افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتی او ترانزیتی سهولت رامنځته کونه، د ولسمشر غنی او صدراعظم شریف ترمنځ خبرو څخه وی.
د یادولو وړ ده چی د کاسا پروژه د تاجیکستان او قرغیزستان څخه بریشنا د افغانستان له لاری پاکستان ته ولیږدوی.
د کاسا-۱۰۰۰ بریشنا پروژه د ۵۵۰ کیلومترو په اوږدوالی د افغانستان شپږو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو څخه تیریږی او قرار دی چی د ۳۰۰ میګاوات بریشنا ترڅنګ، په کال کی ۴۵ میلیونه داره هم د افغانستان په برخه کړی. دا پروژه د ۱۳۰۰ میګاواتو بریشنا لیږدولو ظرفیت لری چی ۱۰۰۰ میګاوات یی پاکستان ته لیږدول کیږی.
https://avapress.com/vdcipwazzt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته