دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 117031
اجرائیه رئیس په ملګرو ملتونو کي د افغانستان نوی نماینده اړوندو کارکوونکو ته ور معرفي کړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي نماینده محمود صیقل نن په نیویارک کي د هیواد د دایمي نمایندګۍ مامورینو ته ور وپېژندی.
په دې اړه نن سهار د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کي غونډه جوړه سوې وه، چی پکښي د نوي استازي ترڅنګ مخکنی استازي ظاهر تنین او په متحدو ایالاتونو کي افغان سفیر حمدالله محب هم برخه اخستې وه.

د هیواد اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کي د تلونکي دایمي استازي ظاهر تنین د کاري دورې پر مهال د هغه د خدمتونو، له افغانستانه د فعاله نمایندګۍ او په ملګرو ملتونو کي د هیواد تګلاره او مقام یوه لوړ پوړ ته رسېدو له خاطره مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، چي افغان حکومت او خلک له ښاغلي تنین منندوی دي او هغه ته په راتلونکي کي د نورو بریاوو او د افغانستان د نوم روښانه کېدو هیله لري.
 
نوموړي همداراز په ملګرو ملتونو کي د افغانستان نوي دایمي استازي محمود صیقل ته د نوي دندي له خاطره مبارکي وویل او زیاته یې کړه، چي د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو به د نوموړي دنده هم فوق العاده مهمه او له چلنجونو ډکه وي.
ډاکټر عبدالله وویل، چي د نوي حکومت له راتګ سره د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کي یو اساسي تغیر راغلی او دا تغیر په نړیواله توګه د افغانستان د ښې نمایندګۍ له ادرسه منظم او کاري ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغه په خبره، چي په ملګرو ملتونو کي د افغانستان نوی دایمي استازی به توانيږي، چي د افغانستان او نړیوالو همکارانو ترمنځ یې اړیکي نوري هم پیاوړي او یوه نوي پړاو ته داخلي کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي افغانستان د تروریزم سره د مبارزې او اقتصادي ودي لپاره د سیمه ییزو لوبغاړو د همکارۍ راجلبولو او ښکيلو خواوو رښتنیني کار ته اساسي ضرورت لري، او ددې هدف تحقق موندنه به د نوي دایمي استازي له اساسي موخو وي.
په ملګرو ملتونو کي د افغانستان مخکني استازي د خپو فعالیتونو او له نوي استازي سره د اړوندو کارکوونکو د همکارۍ پر جلب تمرکز وکړ.
په ملل متحد کي د هیواد نوي نماینده محمود صیقل په خپلو خبرو کي د هیواد د ملي ګټو سره سم به نړیوالو ته د هیواد د رښتني بڼي په ښودلو او د افغانستان د حقه حقونو او غوښتنو د تحقق لپاره خپل وس په کار واچوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipyazzt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته