دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 131666
د طالبانو د دریو قومندانانو په ګډون ۳۷ وسلوال مخالفین ووژل شول
په هلمند ولایت کې په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو او مخامخ نښتو کې د طالبانو د دریو قومندانانو په ګډون ۳۷ وسلوال مخالفین وژل شوي.

چارواکي واي، په هلمند ولایت کې په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو او مخامخ نښتو کې د طالبانو د دریو قومندانانو په ګډون ۳۷ وسلوال مخالفین وژل شوي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره په چهار شنبه ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسلوالو مخالفینو د لښکرګاه ښار د دویمې حوزې اړوند په « سورګودر» سیموکې پرامنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو ځوابي برید کې ۲۰ وسلوال مخالفین ووژل شول.
خبرپانه زیاتوي، په یاده نښته کې د وژل شویو وسلوالو

مخالفینو ډله کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان « ملا اقدام» هم وژل شوی دی.
په خبرپانه کي راغلی، په همدې حال کې ناوې ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو پخپلو چاڼيزو عملیاتو کې د طالبانو د دوو قومندانانو رحمتي او بریالي په شمول ۱۴ وسلوال وژلي دي.
سرچینوی زیاتوي، دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د نهرسراج ولسوالۍ په «یخچال» سیمه کې د مخالفینو په یو مرکز برید کړی.
دهلمند والي مطبوعاتی خبرپانه واي، په دې برید کې درې وسلوال وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي اوهمدارنګه ۷۰ د هاوان مرمۍ، ۲۵ د راکټ مرمۍ، ۵۰ د اس پي جې ۹ مرمۍ او سلګونه د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ لمنځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه راغلي، دلښکرګاه ښار دویمه حوزه کې مخالفینو سره نښته کې شپږ دولتي سرتیري شهیدان شوي او څلور نور یې ټپيان شوي دي.

https://avapress.com/vdciqzazqt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته