دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 134627
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د وزارتونو د قراردادونو او پیشنهادي موضوعاتو په هکله بحث وشو او په پایله کې د څه دپاسه ۱۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ قراردادونه تائید شول. له شمال څخه جنوب ته د ترانزیتي دهلېز دویمه پروژه (دره صوف- یکاولنګ د ۱۷۸ کیلو متره سرک جوړول او بیا رغاونه)، د لغمان ولایت له قرغه یي (عمرزی) څخه تر مهترلام بابا د ۸،۸ کیلو متره سرک جوړول، د یو میلیون کمپیوټري پاسپورټونو تهیه او چاپ، د دوه قلمه نفتي موادو تهیه او تدارک (A92 پطرول تېل او باکیفیته ډیزل) د ملي امنیت د عمومي ریاست د نظامي قطعاتو او مرکزي ادارو اړتیا، د امید فني او حرفوي زده کړو مرکز ساختماني پروژه (فنکس کمپ)، د رحمان مېنې دE برخې زیربنایي پروژې ښه جوړول، د بلخ ولایت د خاسه پز فارم ودانۍ جوړول، حیرتان ښار څخه تر کلدار ولسوالۍ پورې د ۲۲،۲۴ کیلو متره سرک قیر کول او د لښتیو جوړول. د لوګر ولایت پل باغ سلطان څخه د محمداغه ولسوالۍ تر پل کندهاري پورې د ۷،۸ کیلو متر پاخه او کانکرېټي سرک او د هغه د لښتیو جوړول، د ملي اردو جنرالانو، افسرانو او سرتېرو ته د تکتیکي اړیکو د تامین لپاره د ۳۸۵۰ PBX ټلیفونونو تهیه او تدارک، د حیرتان- مزار شریف د اورګاډي کرښې د تخلیې او بارولو د تدارک قراداد، د کابل-جلال اباد لویې لارې د ۵۰ کیلو متره حفظ او مراقبت پروژه، د پروان ولایت د خم کلان فارم د ودانۍ جوړول، په منظور شویو پروژو کې شاملې دي.
په دې ناسته کې له بل لوري درې تدارکاتي پروژې د قانوني معیارونود نه پوره کولو له امله بېرته وګرځول شوې او درې نورې هم رد شوې.
د ملي دفاع وزارت د مخکېنیو کلونو د درملو او طبي وسایلو د قراردادونو د فسخې په هکله ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه وکړه، کومو قراردادي شرکتونو چې تخطي کړې، باید د تاخیر پر جریمه سربېره راتلونکو داوطلبیو کې له ګډون څخه محرومیت ته هم سوق شي.
په دې غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د هېواد دځنګلونو د ساتنې په موخه سر له راتلونکي کال څخه دې ټول دولتي بنسټونه په ځانګړي ډول ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د سون لرګیو څخه استفاده ونه کړي او د دې بدیل دې ولټوي.
د یادونې وړ ده چې له شمال څخه جنوب ته د ترانزیتي دهلېز دویمې برخې پروژه کې ( دره صوف- یکاولنګ پورې د ۱۷۸ کیلو متره سرک جوړول او بیا رغاونه) ۳،۳ میلیارد افغانۍ سپما وشوه.
په دې غونډه کې د کمیسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د پارلماني کاکس ، سیستیکا ادارې او سیګار د شفافیت څارونکو هم ګډون درلود. ارگ - ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcir5azyt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته