دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 116924
جنرال شريف: د افغانستان پرله پسې بې ثباتۍ د سيمې پر هېوادونو بد اغېز ښندلى
نوموړی همداراز وايي، باثباته او امن افغانستان د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پراختيا لار اوارولاى شي او په خبره يې، چې د پاکستان و چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز ګټه به د سيمې هېوادونه ته هم ورسېږي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، جنرال راحيل شريف دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د جرمني په ميونخ ښار کې د جنوبي اسيا د امنيت په اړه يوه جوړ کنفرانس ته د وينا پر مهال کړي.

جنرال شريف همدا راز ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمه کې روان پوځي عمليات کامياب بللي او ددې عملياتو د لا زياتو لاسته راوړنو لپاره يې د پاک_افغان پولې د امنيت پر لا ټينګښت ټينګار کړى.

ښاغلي شريف د افغانستان پرله پسې بې ثباتي د سيمې د هېوادونه لپاره تاواني بللې او ټينګار يې کړى، چې د سيمې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان کې ثبات او د سولې پروسه ډېره اړينه ده او پر افغان خواوو يې غږ کړى، چې د دايمي سولې لپاره دې د سولې د مذاکراتو لړۍ بيا فعاله کړي.

د پاکستان سياسي او پوځي مقاماتو په دې وروستيو کې په يو شمېر سيمه ييزو او نړېوالو غونډو کې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړى او په دې لړ کې يې د خپل مثبت رول ادا کولو يادونه هم کړې ده.

په پاکستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د دويم پړاو تر ځنډېدو وروسته دا دويم ځل دى، چې د پوځ لوى درستيز د سولې مذاکرات د افغانستان د ثبات لپاره مهم بللي او د بيا پيل هيله يې څرګنده کړې ده.

خو له‎ بلې خوا بيا د سياسي چارو ځينې کارپوهان د سولې د مذاکراتو په لړ کې د پاکستان د سياسي او پوځي مقاماتو څرګندونې تر دې دمه تشې ژمنې بولي او د عملي کېدو غوښتنه يې کوي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي سميع يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستانيو چارواکيو د وروستيو څرګندونو په اړه وويل:

((زباني الفاظ که هغه د پاکستان د پوځ له لوري راځي يا د حکومت له لوري له لوري راځي، همېشه ډېر خواږه وي، ډېر مثبت وي. بالخصوص په نړېواله ټولنه کې د پاکستان په اړه دا فکر کېږي، چې د پاکستان اردو د طالبانو ملاتړي دي، نو له دې امله چې دوى دا تاثر ختم کړي، دوى په بين المللي فورمونو کې دا ډول خبرې کوي.

خو عملاً، لکه څنګه چې افغان هم په دې باور ده، چې کومې خبرې چې کېږي، د مذاکراتو په سر چې کېږي، نړېوال پريس کنفرانسونه چې کېږي، عملاً نه هغه اقدامات کېږي، نه ورباندې کار کېږي.

نو زما په خيال دا مختلفو فورمونو کې د نړېوالې ټولنې په مخکې چې دوى کومې خبرې کوي، عملاً د هغې تراوسه څه نښې نښانې نه ښکاري.))

د پاکستان د پوځ لوى درستيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې افغان دولت په دې وروستيو کې پر پاکستان پرله پسې تور لګوي، چې خاوره يې د افغانستان پر ضد کارېږي.

خو له بلې خوا بيا پاکستان د افغان دولت تورونه په کلکه ردوي او ټينګار کوي، چې په قبايلي سيمو کې يې د پوځي عملياتو پر مهال د ښو او بدو له توپير پرته ټول وسله وال ځپلي او ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان اوس افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له افغان دولته غواړي، چې په دې لړ کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcirqaz5t1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته