دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 107528
ارګ په قطر کې له طالبانو سره د مذاکراتو پیلېدل رد کړل
 افغانستان جمهوري رياست په قطر کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پيلېدو خبر رد کړ او وايي، د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار په مشرۍ پلاوی قطر ته په یوه کنفرانس کې د برخه اخيستلو په مقصد تللی دی؛ نه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې طالبانو د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی تعين کړی دی او د افغانستان د حکومت له خوا په دې مذاکراتو کې د ګډون لپاره د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر ټاکل شوی دی چې اوسمهال قطر ته تللی دی.
د افغانستان د جمهوري رياست چارواکو هغه راپورونه رد کړي دي چې ويل يې افغانستان له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی قطر ته لېږلی دی؛ ترڅو د هغوی له استازيو سره د دې هيواد په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پيل کړي.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند اجمل عبيد عابدي پرون له آزادي راډيو سره په خبرو کې ويلي؛ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو د وزارت او کليو او پراختيا د وزارت د استازيو په مشرۍ قطر ته تللی دی.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند وايي؛ په دې اړه د ولسمشر غني موقف په بشپړه توګه روښانه دی او دا چې ولسمشر د مشورو اخيستلو لپاره خلک غونډو ته راغواړي او د هغو پېشنهادونه پر بنسټ به د مذاکراتو د پيل په اړه خبرې کوي.
له دې مخکې داسي راپورونه خپاره شول چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر قطر ته د مذاکراتو په مقصد تللی دی.
په همدې حال کې، د ملي وحدت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د وزيرانو د شورا په غونډه کې ويلي چې په نيږدې راتلونکي کې به د سولې مذاکرات پيل شي.
خو طالبانو د ملي وحدت له حکومت سره د مذاکراتو د پيلېدو خبره رد کړې ده. ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي؛ ويلي، د افغانستان حکومت تر اوسه له طالبانو سره هڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او په دې اړه څه نشي ویلی.
په دې حال کې په افغانستان کې د برتانيا سفير سر ريچارډ سټګ چې د کار موده يې پای ته رسېدلې ده؛ له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ د خبرو پيل د مذاکراتو د پيلولو لپاره لومړی ګام دی او د هغه په وينا؛ د ملي وحدت حکومت خپله زړورتيا څرګنده کړې ده چې د مذاکراتو د پيل لاره يې خپله کړې د
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdciryazvt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته