دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 122305
اجرایي رییس هندي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول
د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د هند د څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ په نوي ډیلي کې د سیمه ییز ارتباط په نوم غونډه کې وویل چې هندي شرکتونو ته به په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

دافغان غږ(آو) آژانس د خبر له مخی، د سیمه ییز ارتباط په نوم غونډه د هند او افغانستان د سوداګرۍ خونو په نوښت جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان له لورې هغه افغان سوداګر چې له اجرایي رییس سره په دې سفر کې ملګري وو، هغه افغان سوداګر چې په هند کې اوسي او همدا راز د افغانستان د سوداګرۍ وزیر او د افغانستان د پانګونې د ادارې مشر برخه اخیستې وه.

د افغانستان د اجرایي رییس ویاند مجیب الرحمان رحیمي رسینو ته وویل چې اجرایي رییس هندي سوداګر وهڅول چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"اجرایي رییس په افغانستان کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې وکړې، هندي سوداګر یې وهڅول چې د کار موندنې، انرژۍ او تولیداتو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي. همدا راز یې د چابهار له بندره د ګټې اخیستنې مساله یاده کړه چې افغانستان لومړی د اورګاډي بیا د دې بندر له لارې په سمندر کې له هند سره وصلوي."

هند تیرکال د مې په میاشت کې له ایران سره د چابهار د بندر تړون لاسلیک کړ خو پر دغه سمندر غاړي بندر تر اوسه جدي کار نه دی پیل شوي.

په هند کې د اجرایي رییس په مشرۍ د افغان پلاوی له سفر وروسته به اوس ټاکل شوې ده چې هندي چارواکي له ایراني لوري سره د وزیرانو په کچه د چابهار په بندر کې د پانګونې په اړه خبرې وکړي.

هند په تیرو پنځلس کلونو کې له افغانستان سره تر دوه میلیارډه ډالر ډیرې مرستې کړې دي خو د دغو دوو هیوادو تر منځ سوداګري لا په ټیټه کچه کې ده. په ۲۰۱۳ او څلورلسم کلونو کې دا اندازه تر اووه سوه میلیونه ډالر کمه وه.

د سیمه ییز ارتباط په نوم غونډه کې له هندي سوداګرو او د یو شمیر شرکتونو له استازیو سره د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ پر ستونزو خبرې وشوې چې څرنګه د حل لاره ورته پیدا کیدای شي.

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې پاکستان خنډ جوړ کړی دی. له همدې امله پریکړه وشوه چې د ایران په چابهار بندر کې ژر تر ژره پانګونه وشي څو له هغې لارې دغه درې هیوادونه تجارتي اړیکي پراخ کړي.

د سیمه ییز ارتباط په نوم غونډې په اخره کې اجرایي رییس عبدالله عبدالله د هغو هندي شرکتونو له مالکانو او هغو هندي سوداګرو سره ځانګړې غونډه جوړه کړه چې هغوی په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی.

د اجرایي رییس ویاند وویل چې عبدالله عبدالله له دغو هندي پانګوالو سره ژمنه وکړه چې دوی ته به په افغانستان کې د پانګونې لپاره ډيرې اسانتیاوې برابرې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciurazwt1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته