دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 118508
ویکټور: له شواهدو ښکاري، A321 روسۍ الوتکه په هوا کې ټوټې شوې
د مصر امنیتي چارواکي وايي، هېڅ نښې نښانې نشته چې د روسیې د مسافروړونکې الوتکې ویشتل یا په هغې کې چاودنه ثابته کړي.

پرون د روسیې د ملکي هوايي چلند د دولتي کمیټې مشر ویکتور سوروچینکو Viktor Sorochenko وویل؛ له شواهدو ښکاري چې الوتکه په هوا کې ټوټې - ټوټې شوې او دا ټوټې د سینا ټاپو وزمې په یوه پراخه سیمه کې راپرېوتې دي؛ خو سوروچینکو یادونه وکړه چې د دې تراژیدۍ د څرنګوالي په اړه خبرې کول له وخته مخکې دي.

د روسیې د کوګالیماویا Kogalymavia هوايي شرکت ایربس ۳۲۱ مسافروړونکې الوتکه د شنبې ورځې په سهار له شرم الشیخ څخه سنټ پیټرزبورګ ته روانه وه چې راولوېده. د دې الوتکې هېڅ یوه سپرلۍ ژوندۍ پاتې نه شوه.

چارواکو ویلي چې الوتکې د ۲۴ ماشومانو په ګډون ۲۱۷ سپرلۍ او اوه کارکوونکي درلودل او تقریباً ټول قربانیان هغه روسان دي چې د رخصتیو له تېرولو وروسته له مصر څخه خپلو کورو ته ستنېدل.

د دې سانحې د قربانیانو لپاره پرون د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې د ویر مراسم جوړ شوي وو. د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر "پاتریارښ کیریل" وویل چې د دې دردوونکې پېښې د قربانیانو لپاره د دعا مراسم پرځای شول:

"له موږ او تاسو څخه هم ډېر کسان کېدای شوای چې په دې الوتکه کې واوسو. زموږ هېڅ یو د دې تراژیدۍ په اړه بې تفاوته نشي پاتې کېدای؛ ځکه مو د خدای د دې بنده ګانو لپاره چې په دې دردوونکې پېښه کې مړه شوي؛ نن د دعا مراسم جوړ کړل."

روسي، مصري او فرانسوي کارپوهانو د الحسنه al-Hassanah په نوم د سینا په لېرې پرته سیمه کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ګډ تحقیقات پیل کړي دي.

په همدې حال کې د مصر د ملکي هوايي چلند یوه مقام ویلي چې د روسیې د ژغورنې ډلې به نن په سینا ټاپووزمه کې د الوتکې د نسکورېدو په سیمه کې د پېښې د قربانیانو د مړیو د موندلو لپاره خپل کار بیا پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdciuvazvt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته