دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 156083
سید حامد ګیلاني د انس حقاني په تړاو تورونه رد کړل

د افغانستان د محاد ګوند مشر سید حامد ګیلاني هغه ادعاوې رد کړل چې ګواکې دی د انس حقاني د خوشې کولو په لټه کې دی.

نوموړی په کابل کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د انس حقاني د خوشې کولو د هڅو په تړاو لګول شوی تورونه بې بنسټه دي خو هغه ټینګار وکړ چې له نیول شویو کسانو سره د قانون په رڼا کې باید چلند وشي.

د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمت الله نبيل د طالبانو د مشرتابې په هکله د ښاغلي ګیلاني د څرګندونو په غبرګون کې په یوه انټرنټي بیان کې لیکلي «سيد حامد ګيلاني څو ځله “شيرخان” نومی چې د حقاني شبکې د خطرناکو مسئولينو څخه دی، له اسلام آباد څخه کابل ته په خپلو موټرو کې راوستی او نوموړي ته د ملي وحدت د يو کليدي چارواکي په مرسته او لارښود د “انس حقاني” ليده کاته برابر شوي او د ځينو دولتي کسانو په همغږۍ او مرستې د “انس حقاني” د خوشې کيدو په هڅه کې دي!»

ښاغلي ګیلاني د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د وسله والو طالبانو د مشرتابې ټول غړي د افغانستان په خاوره کې وجود لري او زیاته یې کړه چې د وسله والو طالبانو مشران د سولې خبرو لپاره پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د ښاغلي ګیلاني د څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود او تېره ورځ د یوه بیان په نشرولو سره وویل چې د وسله والو طالبانو د مشرتابې ټول غړي د ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکسان په لویو ښارونو کې میشت دي او نړیوال ټولنه هم د دغې موضوع په اړه په مکمل ډول پوهاوي لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivqazpt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته