دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 99238
۱۷ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې فاریاب ، جوزجان ، ننګرهار ، ارزګان ، خوست ، میدان وردک او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۷ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،یو تن ټپی او۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۹ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د لغمان او بلخ  ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivra3.t1a3p26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته