د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، په سمنګانو ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو لهخوا نومول شوی مرستیال والي، مولوي جلال او د دوآب ولسوالۍ لپاره یادې ډلې لخوا نومول شوی ولسوال، مولوي غیاث الدین چې په مجاهد مشهوره وه، وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره دی یکشنبه په ورځ ویلی دی، چې دغه د طالبانو غړي د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دی ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ووژل شول.
خبرپاڼه وایی، چې په دې عملیاتو کې ۸نور وسلهوال هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د فراه ولایت د ۲۰۷قول اردو د دویمې لوا ویاند، نورالحق خالقي په دی اړه رسنیو ټه وایی، چې دا نښتې د شنبه په ورځې تر سهاره پورې روانې وې، خو د افغان ځواکونو له تلفاتو پرته بریدګر په شاه وتمبول.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه نه دی ویلی.