دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۷
د مطلب کود : 98888
د عامې روغتیا وزارت: د ماشومانو د خوارځواکۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ دی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د دغه وزارت د خوارځواکۍ د برخې مسوول بشیراحمد په کابل کې د خوارځواکۍ په هکله د پوهاوي ورکولو په سمینارکې وویل، چې په افغانستان کې ماشومان اوس هم د فقر او د کورنیو د نه پوهاوي له امله، له دغې ناروغۍ څخه کړیږي.
ښاغلي حمیدي وویل، چې دوی له څو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کارکړی، خو په خبره یې لا هم د هېواد څلویښت فیصده ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
https://avapress.com/vdcivva3.t1avv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته