دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 117284
د افغانستان د ۵۵۳ ملیونه ډالره غوښتنه کوي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د تیرې یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرایوي کمیټې په 66 مه کلنۍ غونډه ( اکسکام ) کې د ګډون په موخه د یو پلاوي په مشرۍ د جینوا ښار سویس ته سفر کړی .
یاده غونډه چې د روان اکتوبر په ۵ مه پیل شوې او د اکتوبر په ۹ مه پای ته رسیږي د شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو لوړ پوړي چارواکي او ګڼ شمیر نړیوال مرستندویه بنسټونو پکې ګډون کړی .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دغه نړیوالې غونډې موخه د کډوالو ستونزو ته رسیدنه او په دې برخه کې د نړیوالو د مرستو جلبول بلل شوې ده .

ټاکل شوې وه چې د UNHCR په دغه غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګډون وکړي خو د ځینو ستونزو له امله یې و نشو کړای چې په غونډه کې ګډون وکړي او د ویډیو کنفرانس له لارې یې ګډونوالو ته خپله وینا واوروله .

تردې مهاله امریکا ، بریتانیا ، کاناډا ، آلمان ، فرانسه ، سویس ، ډنمارک ، موزامبیک ، استرالیا ، کوریا ، لبنان د افغان کډوالو په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړی .

تمه ده چې نن په یاده غونډه کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د کډوالو سره د مرستو په برخه کې خپله طرحه نړیوالو ته وړاندې کړي چې د دغې طرحې پربنسټ افغان حکومت د کډوالو لپاره د ۵۵۳ ملیونه ډالره غوښتنه کوي .
د اکسکام د نړیوالې غونډې په دویمه ورځ چې افغانستان ته ځانګړې شوې وه د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنر انتونیو ګوترز پر نړیوالو غږ وکړ چې افغان کډوالو ته خپله پاملرنه ډیره کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه مشر وویل چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۰ میلیونه کسان مهاجر شوي دي چې د تیرو کلونو په پرته د پام وړ ډیروالی ښيي .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په دغه نړیواله غونډه کې وویل چې د کډوالو راستنول د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونو څخه دي د نوموړي په خبره په تیرو ۱۳ کلونو کې نږدې ۶ میلیونو افغانان د UNHCR په مرسته په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي دي .
د کډوالو وزیر له نړیوالو و غوښتل، هغه افغانان چې په دې وروستیو کې په غیر قانونوي ډول اروپایي هیوادونو ته تللي پرته له تبعیض څخه دوې ته پناه ورکړي او ددوې ستونزو ته پاملرنه وکړي .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر له نړیوالو و غوښتل چې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې اړه یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه .
له پاکستان څخه د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر عبدالقادر بلوچ او له ایران څخه د ایران د کورنیو چارو وزیر د اکسکام په دغه نړیواله ناسته کې ګډون لري .
د اکسکام د نړیوالې غونډې په څنډه کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د بریتانیا ، ایران ، امریکا ، ناروي او یوشمیر نورو هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره هم ناستې درلودې او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له دغو چارواکو سره خبرې وشوې .
په دغه نړیواله غونډه کې افغان مهاجره میرمن ته چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو نجونو د زده کړو په برخه کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کلنۍ جایزه ( نانسن ) هم ورکړل شوه .
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرایوي کمیټې کلنۍ ناسته (EX com ( هر کال د دغې کمیټې دغړو هیوادونو او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ګډون د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر جینوا ښار کې جوړیږي او د کډوالو او پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري او د مرستو د جلبولو په اړه پکې خبرې کیږي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivyaz5t1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته