دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 134555
جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې: راتلونکي نسل به ستاسو قهرمانۍ په نیکۍ یادوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د ۲۰۹نمبر شاهین قول اردو په مقر کې امنیتي غونډه کې چې د بلخ ولایت د سرپرست او لوړپوړو نظامي چارواکو په حضور جوړ شوې وه، ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د یاد قول اردو مسوولانو په بېلابېلو سیمو کې د نظامي عملیاتو او همدارنګه د دښمن د کرغیړنو موخو د دفع کولو په خاطر د تر اجرا لاندې محاربوي پلانونو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ. هغوی په نظامي عملیاتو کې د پرمختګونو او دښمن ته د درنو تلفاتو اړولو په هکله خبرې وکړې او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ چې په دغه حوزه کې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې او ثبات د ټینګښت او ارامتیا په منظور هڅه کوي او په هیڅ ډول به د عامه نظم د اخلال اجازه ورنه کړي. جمهوررئیس غني د ۲۰۹نمبر شاهین قول اردو د امنیتي راپور له اورېدو وروسته د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې وستایلې او ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د وسله‌والو ځواکونو شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه. د هېواد جمهوررئیس وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه ورځ د خلکو د ارامتیا او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې هڅې کوي، هغوی د دې خاورې ريښتني بچیان دي. هغه په دغه حوزه کې ټولو امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سولې او ثبات دښمنانو سره مبارزه او د خلکو د امنیت په ټینګښت کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. ورپسې جمهوررئیس غني په هغو مراسمو کې چې د ۲۰۹نمبر قول اردو د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي و او سترو نظامي مسوولانو، افسرانو، جنرالانو، ډګروالانو، بریدملانو او سرتېرو په کې حضور درلود ګډون او وینا وکړه. ورپسې د بلخ ولایت سرپرست عطامحمد نور وینا وکړه وې ویل: ستاسو راتګ امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې د پياوړتیا لامل کېږي او د شهیدانو کورنیو سره ستاسو همدردي د دغه خلکو درد کموي. د بلخ ولایت سرپرست جمهوررئیس ته د دغه ولایت د لاسته راوړنو او اړتیاوو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړ. هغه وویل، تر دې مهاله په بېلابېلو برخو کې د ۳میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۸۳۸پروژې عملي شوي دي او په زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته اخېستل شوې ده. هغه د دغه ولایت زندان، د بلخ آب د اوبو بند، د امو سیند د سواحلو تحکیم، د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې او د پولیسو د خاصې قطعې تشکیل کې د زیاتوالي، د جلال الدین بلخي هوايي ډګر د پولیسو په تشکیل کې د زیاتوالي، د سړکونو جوړولو، کلینیکونو ته د تعمیرونو او نرسانو زیاتولو په برخه کې مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي او په دې برخه کې پاملرنه وغوښته. د هېواد جمهوررئیس په خپله وینا کې وویل: زه مو د خدمت لپاره راغلی یم چې د مزار شریف او بلخ خلکو ته تسلیت وړاندې کړم او د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم. جمهوررئیس څرګنده کړه، د وارسا کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسېد، نړيوالې ټولنې شاوخوا ۱۵میلیارده ډالره مرسته وکړه چې دا ستاسو د قرباني له برکته وه. هغه زیاته کړه، ځینو دوه کاله پخوا فکر کاوه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه کمزوري شوي دي، خو نن معلومه شوه چې هره ورځ ځواکمنېږي. جمهوررئیس غني زیاته کړه: په اعلی قوماندانۍ کې به د لومړي ځل لپاره یو بریدمل حضور ولري، تر څو د بریدملانو او ساتنمنانو ستونزې او اړتیاوې په مستقم ډول له ماسره شریکې کړي، هغه زیاته کړه چې ستاسو ترفیع ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي. د هېواد جمهوررئیس له بین المللي همکارانو څخه په ځانګړي ډول د المان فدرالي دولت څخه چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پياوړتیا او تجهیز کې همکاري کوي قدراداني وکړه. جمهوررئیس وویل: راتلونکی نسل به ستاسو اتلولۍ یاد ساتي، ځکه تاسې په دوه تېرو کلونو کې د افغانستان د امنیت په تامین کې هڅې وکړې او تاسې به د هېواد راتلونکی ثبات ته رسوی. جمهوررئیس غني زیاته کړه: زموږ موخه داده چې له دفاعي حالته راووځو او په بریدګر حالت بدل شو، ځکه دا خاوره د پردیو خلکو ځای نه دی. د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د هېواد ټول قول اردوګان به یو په بل پسې وګورم، تر څو په مستقیمه توګه ستونزې وارزوم. نن مو یوه نوې لړۍ پيل کړې ده، له ژمي څخه باید ښه ګته واخلو او د جنګ د مدیریت ډول بدل کړو. هغه زیاته کړه: بلخ د ثبات نقطه ده، ۲۰۹نمبر شاهین قول اردو ته مې څرګنده لارښوونه د ثبات ساتل دي. جمهوررئیس زیاته کړه، د هر ولایت او ولسوالۍ لپاره باید مشخص علمیاتي پلان ولرو، چې پوه شو، څو راتلونکو کلونو کې څنګه وضعیت بدلولی شو.
https://avapress.com/vdciw5azwt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته