دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 95395
د وروستۍ سروې له مخې، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ټیټه شوې، خوننګونې پرځای پاتې دي
 د تغذی ملی سروی چې د تیرکال په پيل کې د عامې روغتيا وزارت لخوا، د یونیسف ادارې، مرکزې احصیایې، د آغاخان پوهنتون او د ابريښم موسسې په مالی او تخنيکي همکاری په لاره اچول شوې وه، دهغې پایلې نن په يوه خبرې ناسته کې دعامې روغتيا وزيرې او اد يونیسف ادارې استازي په ګډون ډاګيزه شوې.
 دغه سروې په افغانستان کې د تخنیکي له پلوه بې سارې ده، په هر ولایت کې ۳۰ کلستره او په هرکلستر کې ۱۸ کورنۍ او په هرکورنۍ د پنځو کلونو ټيټ ماشومان، پیغلی انجوني او د امیدواری په عمرکې میندې د تغذي له نظره ارزول شوي دي.
 د يادې سروې موندنې ښيي چې په تیرو لسو کلنوکې د پنځوکالو ټیټ ماشومانو پر نیزد د مزمن خوارځواکي یا د قد ټيټوالی کچه ۲۰ سلنه او ډنګروالی کچه ۱۰ سلنه کمښت موندلی دی ، خو بیړنی خوارځواکي ( سؤتغذی حاد) چې وزن يې د قد په پرتله له طبیعی کچې څخه کم دی، په هیواد کې د ناخوالو او ناندریو له امله د پام وړ کمښت ندي موندلی او منځنی کچه يې ۹،۵سلنه ده. 
 د مور په خالصه شیدو سره د ماشومانو تغذیه د پام وړده. شواخوا ۵۸ سلنه ماشومان د ژوند په لومړيو شپږو میاشتو کې يوازې د مور په شیدو تغذیه کیږي، چې دغه کار ددې لامل کيږي څو ماشومان د ماشومتوب د دورې د بیلابیلو ناروغو په وړاندې وقایه شي.
 د وینې کموالي کچه د ماشومانو په نیزد هم کمه شوی؛ په تیرو لسوکلنو کې د وسپتنې کمښت له ۷۲ سلنې څخه تر ۲۶ سلنې پورې او د آیودین کمښت هم له ۷۲ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې پورې کموالی موندلی دی.
 پدې سروې کې د ځوانو انجونو او میندو تغذی هم څیړل شوې چې له بده مرغه په تیرو سروې ګانو کې په دې باب ارقامو شتون نه درلود. پدې سروې کې ښودل شوې ده چې ۵۲ سلنه ځوانې انجونې کم وزنه دی او همدا شان ۳۰ سلنه دغه انجونی د وینې د کموالی له امله رنځ وړي. 
 له نیکه مرغه په افغانستان کې د نورو مخ پرودې هیوادونو په پرتله له اندازی زیات تيارښت او زیات وزن تر دې مهاله ډیر جدی ندی، خو د انجونو په نیزد د وینې او وزن کموالی د هغوی دکورنیو د ناقصه تغذی او کمزوری اقتصاد پورې اړه لری. ددغې سروې موندنې ښودلې ده چې ۶۰ سلنه ځوانې انجونې په بیوزله کورنيو کې په خوارځواکی اخته شوي دي.
 ددې سروې له مخې، د امیندواري په عمرکې د میندو د تغذی وضعیت هم په افغانستان کې وده موندلې ده. د منځني په کچه ۹،۲ سلنه منیدې په افغانستان کې د خوارځواکي سره مخ دی، چې البته دغه شمیره په ۲۰۰۴ کال کې ۳۰ سلنه ته رسیده.
 یاده دې وي چې دغه ټولې شمیرې د ولایاتو په کچه تحلیل شوی دی او د خوارځواکي کچې توپیر په نا امنو ولایاتو کې خورا زیات لوړ ښودل شوی دی.
 عامي روغتیا وزیرې ډاکترې ثریا دلیل، د ماشومانو او میندو په نیزد د خوارځواکي د کچې کمښت يې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او وېې ويل: پدې سروې کې يوه ډیره ښه موضوع په وضاحت سره ډاګیزه شوې، هغه داده چې زمونږ کړنو او هڅو ډیره ښه پایله لرلې ده او تيرو لسو کلنوکې د وکړو دتغذی په برخه کې، مونږ د ګن شمیر بریاو شاهد یو، خو دغه بریاوې د بسنې وړندې، مونږ ته اړینه ده چې خپلې هلې ځلې لازیاتې کړندي کړو تر څو وشوکولای خپلې هغې سترې موخې ته چې د افغانانو د تغذی او روغتيا وده ده، ورسیږو. 
 عامې روغتیا وزیرې، د سویلی آسیا هیوادونو په پرتله لکه پاکستان، هند او بنګله دیش په پرتله، په افغانستان کې د تغذی وضعیت یې د قناعت ونباله او د تغذی سکتور د ښوالی په برخه کې د څوسکتوریزو پر لازیاتو ګډو هڅو او همکاریو ټینګارو وکړ. 
 په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونیسف اداری استازی ښاغلی آکخیل آيیر وویل: په افغانستان کې د ماشومانو، میندو او دځوانو انجونو د تغذی ښه والی، مونږ راتلونکي ته ریاتره هیلمند کوی. له دې سروې څخه ترلاسه شوی ارقام، مونږ ته مرسته کوی څو غوره کاری پروګرامونه طرحه او تطبیق کړو، څو په اړه د لازیاتو بریاو شاهد ووسیږو.
 عامې روغتيا وزارت په نظر کې لري چې يو لوی سمپوزیم په هیواد کې د تغذی په برخه کې داير کړي، څو په هغې کې دعامې روغتيا او تغذی په برخه کې د لوړې پوهې او تخصص خواندان ددغې سروې موندنې په باب په تفصیل او دقت سره خبرې وکړي او عملي کړنلاری او کاري پروګرامونه د تغذی د ستونزې د مخنيوي په اړه مطرح کړي.
 د تغذې د اهمیت په باب د کورنیو او دعامه وکړو د پوهاوي د کچې د لوړلو په باب، عامې روغتيا ګن شمیر پروګرامونه یې په لاره اچولی او ددیادې سروې له پایلوڅخه جوته کیږي چې دغو پروګرامونو خورا زیات خپل اغیزمنه رول لوبولی دی.
 سالمه او مناسبه تغذی د ژوند په وږدوکې خورا زیات اهمیت لري او د وکړو روغتيايي او فزیکي وضعیت د تغذی وضعیت سره نیغه په نیغه تړاو لری، چې دغه موضوع د ژوند په ځینو دورو کې، په تیره بیا د ماشوم توب او ځواني په دوره کې حیاتي ارزښت لري.
https://avapress.com/vdciwpa3.t1aw326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته