د ټولو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د یو لړاختلافاتو له امله له پرون مازدیګر راهیسې دریدلی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په رایو پاڼو کې د ټیک مارک پرځای لاسلیک هغه موضوع ده، چې دواړه انتخاباتي ټیمونه یې په اړه مخالفت لري:
″پرون پروسه پرڅلور نیمو بجو رسمآ پای ته ورسیده، د دواړو کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلاف پر رایې پاڼو باندې د امضا مسله وه، چې یوه انتخاباتي نهاد ویل با اعتبار ګڼل، خو بل نهاد مخالف نظر درلود ″.
د ښاغلي نورپه وینا د انتخاباتو د کمیسیون او د یوناما د استازو ترمنځ ددغې ستونزې د حل لپاره خبرې اترې روانې دي، خو معلومه نه ده، چې څه وخت به بیرته د تفتیش دغه بهیر پیل شي.
ښاغلي نورزیاته کړه، تر اوسه د رایو شاوخوا ۴۳۵ صندوقونه تفتیش شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس