دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۱۳
د مطلب کود : 99805
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي د سیمه ییزو چارو د ادارې له چارواکو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي او دویم مرستیال يې نن له غرمې وروسته د سیمه ییزو چارو د ادارې له رئيس، مرستیالانو او د دغې ادارې د بېلابېلو برخو له رئيسانو سره په ارګ کې وکتل.
دغه غونډه په ولایتونو کې د والیانو او ښاروالانو لخوا په جدي توګه د ستونزو د له منځه وړلو او په کاري چارو کې يې د کافي صلاحيتونو د تفویض په اړه، نيول شوې وه.
جمهور رئيس احمدزي په دغه غونډه کې وویل چې ولایتونو ته باید مستقله بودیجه په پام کې ونيول شي او د باور وړ کدر جذب او د والیانو تقرر هم باید د معیارونو له مخې ترسره شي.
ډاکټر احمدزي دا هم وویل چې له دې وروسته به په منظمه توګه له والیانو سره په اړيکه کې وي، ترڅو د ولایتونو ستونزې په ښه توګه حل شي.
جمهور رئيس احمدزي د ښاروالانو په اړه وویل چې په ښارونو کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره به له خلکو سره بحث کیږي او له مخې به یې یو منظم پروګرام برابريږي.
په دغه غونډه کې د ښاروالۍ لخوا په موثره توګه د عوایدو د راټولولو او له هغه څخه په اغېزمنه توګه د استفادې د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو او د سیمه ییزو چارو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې له اړوندو ادارو سره په ګډه د پورتنيو ستونزو د حل لپاره یوه مشخصه طرحه برابره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwva3.t1a3u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته