دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 96097
د غزې اوربند مات او جګړه بيا پيل شوې

يو ۲۴ ساعته اوربند چې حماس یې په غزه کې اعلان کړی و، داسې ښکاري چې اوس مات شوی، او فلسطيني جنګياليو او اسرائيلو دواړو خپل بريدونه روان ساتلي دي.
حماس پر اسرائيلو لا نور توغندي ويشتلي، او له اوربنده يې پر سرغړونې تورن کړی دی.
اسرائيلو دغه اوربند رد کړی و، او لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي "اسرائيل به هغه څه کوي چې له خپلو خلکو د دفاع لپاره يې بايد وکړي".
له هغه راهيسې چې د غزې جګړه پيل شوې، څه د پاسه ۱۰۶۰ فلسطينيان وژل شوي چې ډېری يې ملکيان وو.
په دې جګړه کې۴۳ اسرائيلي سرتېري او هم يې دوه ملکيان وژل شوي دي.
يو تايلندی هم د تاوتريخوالي دې پېښو کې وژل شوی دی.
"پرله پسې توغنديز بريدونه"د شنبې پر ورځ اسرائيلو د يکشنبې تر پايه د ملګريو ملتونو يو ۲۴ ساعته اوربند ومانه، خو ويلي يې وو مځکني ځواکونه به يې د هغو تونلو ويجاړول روان ساتي چې حماس يې د اوربند پر مهال کاروي.
د اسرائيلو له اوربند وروسته ۱۲ ساعته ارامي راغله، چې د شنبې پر ورځ دواړه خواوې پرې درېدلې وې، او په ترڅ کې يې د غزې استوګن وتوانېدل چې د خوراک او څښاک توکي غونډ کړي او له کنډوالو مړي راوباسي.
د اسراييلو پوځ ويلي وو وروسته له هغې پر غزې خپل هوايي، ځکمنی او سمندري يرغل پيلوي، چې د حماس جنګياليو د بشري مرستو رسولو لپاره ۲۴ ساعته اوربند و نه مانه.
حماس وايي تر هغه چې اسراييلي ځواکونه له غزې و نه وځي او بېځايه شوي فلسطينيان خپلو کورونو ته ستانه نه شي دوی اوربند نه مني.
د فلسطين د روغتيا د برخې چارواکي وايي د وژل شوي فلسطينيانو ډېری يې ملکيان دي.
د اسراييلو په خوا کې د وژل شويو ۶۴ اسراييليانو له ډلې ۴۳ يې سرتېري او درې يې ملکيان دي.
د شنبې پر ورځ د ۱۲ ساعته اوربند پر مهال د غزې خلکو د اسراييلو د بمبارۍ له امله تر کنډو کپرو لاندې شوي جسدونه راووېستل او خواړه او اوبه يې برابرې کړې.
حماس اسراييل تورنوي چې ګواکې غواړي د اوربند پر مهال ځان نورو بريدونو ته چمتو کړي او ادعا يې کړې ده چې د شنبې ورځې له اوربند نه هم سرغړونه شوې ده.
راپورونه وايي د شنبې پر ورځ هم حماس جنګياليو پر اسراييلو درې توغندي توغولي او په اسراييلو کې د خطر زنګ کړنګول شوی دی.
د حماس پوځي څانګه قسام وايي دوی پر اسراييلو د لنډ واټن درې او د نسبتآ اوږد واټن دوه توغندي توغولي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyua3.t1aq326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته