دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 102722
دخوګياڼو او شيرزداو  د يوې اوونۍ په چاڼيزو عملياتو کې ۷۴ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبلې اوښتولو ترڅنګ ۳۲ تنه وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي
دغه څرګندونې په ننګرهار کې ميشتو افغان ځواکونو مسولينو په يو جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې
دغه مطبوعاتي کنفرانس، چې د ننګرهار رسنيو دفتر په کنفرانس خونه کې جوړ شوی و پکې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لواء قوماندان، د ملي امنيت مرستيال، د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيت امر، د همغږۍ قوماندان، عامه نظم دويمې لواء درستيزوال، د ۳۰۱ سرحدي زون اداري مرستيال او د شيرزداو ولسوال ګډون کړی و.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال دادان لونګ وويل، چې دغه عمليات يې يوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار ولايت د خوګياڼو او شيرزادو په ولسواليو کې ترسره کړل.
دا دان لونګ زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، سرحدي لواء، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو ګډون کړ و.
لونګ وويل، چې د عملياتو پرمهال يې د وسله ومخالفينو څخه ۳۵ تنه وژلي، ۴۲ تنه يې زخميان کړي، ۳۳۲ تنه مشکوک کسان نيولي چې تر پلټنې او فيلتر وروسته يې ۳۲ کسان مجرمين ثابت کړي او پاتې نور کسان يې خوشي کړي.
لونګ زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې يې د وسله والو مخالفينو ۱۰ عرادې موټرونه لمنځه وړل شوي، ۱۰ موټر سايکلونه يې نيولي دي، پنځوس حلقې ماينونه د مخالفينو شنډ کړي ، په زياته اندازه مخدره مواد يې ترلاسه کړي او دخلکو پر وړاندې سوځولي او پاتې يې امنيې قوماندانۍ ته سپارلي دي.
د څلورمې پلې لواء قوماندان وويل، چې د جنګ او پلټنې پرمهال يې سلګونه میله سپکې او درندې وسلې هم نيولي دي.
دادان لونګ وويل، چې د عملياتو پرمهال د افغان وسله والو زړه ورو، باغيرته او مړنيو ځواکونو څخه څلور تنه د ماينونو په چاودنه کې شهيدان او يولس تنه يې ټپيان شوي دي، چې د ټپيانو روغتيايی حالت د ډاډ وړ دی.
لونګ دغه عمليات بريالي وبلل او ويې ويل، چې په ننګرهار کې ميشتو افغان ځواکونو ښه همغږي لرله او د خپل هوايي ځواک له لوري هم پوره حمايه کيدل.
دادان زياته کړه، چې ولسونه د مخالفينو د کړنو څخه په تنګ راغلي وه او د افغان ځواکونو د تود هرکلي ترڅنګ يې پوره ملاتړ يې ترې وکړ.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال لطف الله زرياب د کنفرانس پرمهال وويل، چې ملي پوليسو هم د نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ د شيرزادو او خوګياڼو ولسوالۍ په عملياتو کې برخه اخيستې وه.
ده وويل، چې دغه عمليات د يادو ولسواليو د ادوړ، بر بیار، کوز بيار، مېمله، هاشم خېل، ګندمک او مرکي خيلو په سيمه کې ترسره کړل او دغه ساحې د مخالفينو څخه پاکې شوې.
زریاب وويل، چې په يادو عملياتو کې يې د مخالفينو ترڅنګ قاچاق کوونکي، ماين جوړونکي نيولي او د پوډرو کارخانې يې لمنځه وړي او په ياده سيمه کې يې نشه يي توکي هم سوځولي دي.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د افغان امنيتي ځواکونو همغږي زياته ده، چې له امله يې د عملياتو پرمهال مخالفينوته درنه مرګ ژوبله اړولې او مخالفين په تيښته بريالي شوي دي.
د شيرزداو ولسوال معلم معشوق دافغان ځواکونو عمليات ګټور وبلل، چې په ميړانه سره يې دغه سيمې له وسله والو څخه پاکې کړې او دغو ولسواليو ته يې په هره برخه کې اکمالات وکړل.
ده وويل، چې د پاکستان جنرالانو د شيرزاو په ولسوالۍ بريد وکړ،چې د افغان ځواکونو لخوا د سخت مقاومت سره مخامخ شول.
هغه وويل، چې د پاکستاني جنرالان چې په دې سيمه کې يې د مخالفينو مشري کوله د افغانستان د وسله وال ځواک د عملياتو پرمهال د جنګ توان ونه درلوده او په تيښته بريالي شول، چې اوس مهال ورته د مخالفينو مشران معاشات نه ورکوي او وسلې ترې اخيستي دي.
ولسوال وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې امنيت ښه دی ښوونځي، کلينيکونه فعاله دي او د بيا رغونې کارونه هم پکې ترسره کيږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88ev8uqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته