دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 134628
جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګړې استازې سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو سرپرستې ځانګړې استازې لارل میلر سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې لومړی اغلې لارل میلر د سیمې د وضعیت ، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او خپلو فعالیتونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
وروسته جمهور رئیس غني پر افغانستان د تحمیل او له بهر څخه د سازمان شوي جنګ په اړه وویل، په افغانستان کې د روان جنګ د مدیریت بهرنی اړخ ټولو ته واضح او د پټولو وړ نه دی.
جمهور رئیس غني وویل، زموږ خلک چې د تروریزم اصلي قربانیان دي، نور د تروریستي بریدونو او تحمیلي سازمان شوي جنګ زغم نه لري. هغه زیاته کړه، که دغه تحمیلي جنګ ادامه پیدا کړي، موږ به د خپل هېواد او خلکو پردفاع سربېره په نورو بدیلو لارو غور او اقدام وکړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان د ترانزیت په برخه کې کافي پرمختګ کړی او د یوې ترانزیتي لارې له انحصار او د یو هېواد له احتیاج څخه وتلی دی او حکومت لا هم د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي په موخه منظمې هلې ځلې کوي.
ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcj8xevouqetmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته