دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 115476
له مرکزي ادارو د پروژو تر لاسه کولو په موخه کمپاین ترسره کوو
چارواکي وایي په مرکز کابل کې به د میدان وردګو ولایت د مهمو بېلابېلو پروژود ترلاسه کولو او ستونزو د حل په موخه به د ملي او ولایتي شورا غړو او مخورو په همکارۍ یو کمباین پیل کړي .

د دغه ولایت والي حیات الله حیات د ولایت مقام کې په جوړه شوې پرمختیایي غونډه کې وویل ګڼ شمېر منظورې شوې پروژې په مرکز کې د بېلابېلو لاملونو له امله له ځنډول شوي دي .

ده زیاته کړه،همدا راز په دغه ولایت کې یو شمېر نورې مهمې پروژې په ګوته کړي چې په دغه ولایت کې پلي کول تر ټولو اړین دي .

ښاغلي حیات وویل د دغه پروژو د تر لاسه کولو او همدا راز د ستونزو د حل په موخه به د ملي او ولایتي شورا غړو او مخورو په همکارۍ د مرکز بېلابېلو ادارو ته ولاړ شي او هڅه به وکړي،چې په ترڅ کې د دې ولایت په یادو برخو کې ستونزې حل کړي .

په دغه غونډه کې د ولسي جرګې غړي عبدالاحمد دراني ژمنه وکړه،چې د ملي او ولایتي شورا غړو سره په هغمږۍ به د دغه ولایت هر ډول ستونزه د مرکز له بېلابېلو ادارو سره په ډله ییز ډول د حل په موخه شریکي کړي .

ده وویل هغه ستونزې چې د مرکزي ادارو سره حل نشي، نو دوی به یې د ملي شورا له لارې د حل کولو لارې چارې ولټوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaievmuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته