دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 134592
د اقتصاد پراختیا پر خراب سوو باندی!
تیره دوشنبه رییس جمهور او د خپل ترکمنستانی همتا سره د ترکمنستان-افغانستان د وسپنی دلاری د افتتاح لپاره شرکت وکړ.
په دی مراسمو کی چی ددواړو هیوادو څخه ځینی مقامات حضور درلودی، اشرف غنی ددی وسپنی لاری افتتاح د خپلو افتخاراتو څخه وشمیرل او اضافه کړ چی نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ وسپنی لاری وصل سو سبا به د ایران سره وصل سی، همدارنګه دا به د هند سره هم وصل سی. اشرف غنی اضافه کړ چی غواړی ایران د افغانستان له لاری د چین سره وصل سی.
د اشرف غنی دوهم معاون هم ددی خط د ستایشو په لړ کی، هغه دمنطقه ای همګرایی وسیله وبلل. دا رویداد د مثبت اقتصادی او سیاسی پیامدونو ته په کتو سره یو دمهمو رویدادو څخه زموږ په هیواد کی دی او د همدی لپاره د مختلفو جهتو څخه د استقبال وړ ګرځیدلی دی.
دا قلم چی دا رخداد یو مثبت ګام د اقتصادی رفاه لپاره وبلل او باور لری چی افغانستان بیله همګرایی منطقه او د ګاونډیانو سره دنیکو اړیکو په رامنځته کولو سره، پایدار پراختیا ته به ونه رسیږی، خو دانکته نه سو کولای د نظر څخه لیری کړو چی متوازن پراختیا په دی معنی نه دی چی یواځی د اقتصادی ښه والی ته لاس واچوو.
ددی لپا ره چی افغانستان د نامطلوب سیاسی او ټولنیزه وضعیت څخه دباندی راسی، او یو مطلوب وضعیت ته ځان ورسوی دی ته ضرورت لری چی په سیاسی او اجتماعی برخو کی دیر تلاشونه وکړی. په بله وینا باید توهم رامنځته نه سی چی اقتصادی پراختیا، سیاسی پراختیا او اجتماعی عدالت هم رامنځته کوی.
د پراختیا په اکادمیک درسونو کی، دا پوښتنه رامنځته کیږی چی د پایدار پراختیا لپاره کوم انتخاب ته باید توجه وکړو او کوم یو ته لومړی والی وبخشو، اقتصادی یاکه سیاسی برخی ته؛ د هغه بحثو په لړکی خبری پری سوی دی په نتیجه کی ډیر پوهان دی نتیجی ته رسیدلی دی چی اقتصادی او سیاسی پراختیا د یو بل څخه نه سو بیلولای، دا دواړه دسکی دوه مخی دی.
که یواځی اقتصادی پراختیا ته توجه وسی او سیاسی او اجتماعی برخو ته توجه ونه سی نه دا به په شکاره بی عدالتی تبدیل سی او اجتماعی مشکلات او طبقاتی او قومی څوریانی منځته راوړی. سیاسی پراختیا د څو برخو څخه کولای سو د توجه وړ وګرځوو، لومړی دټول سیاسی نظام څرنګوالی کولای سو تر بحث لاندی ونیسو. دوهم داچی دنظام کوچنی برخوته اشاره کولای سو او اوسنی وضعیت تر تحلیل لاندی قرار ورکړو چی دا نظام په دی وضعیت سره تر کومه ځایه پوری دوام لری. په کلی کتنی سره، د افغانستان حکومت یو قومی حکومت دی، ددی حکومت اساس پر قومیت ولاړ دی. تیر حکومت نه یواځی چی دملت جوړونی پر لور حرکت ونه کړ بلکی د قومونو ترمنځ فاصله تردی هم ډیره کړ، ډیر سوء نیتونه یی منځته راوړ، د ملی وحدت حکومت هم د تیری حکومت پرسیاق باندی ټینګار وکړ او کوم ساختاری اصلاحات یی منځته رانه وړ.
نو دهمدی لپاره قومی حکومت یو غیری عادلانه حکومت دی. هر تحول چی بیله تغیره د حکومت په ساختار او بنیاد کی رامنځته سی، په نهایت کی بی عدالتی نور هم مستحکمه کوی، نه یواځی یو عادلانه او پایدار نظام منځته نه راوړی بلکی نور سیاسی ناپایه داری هم ډیروی. اوس د اشرف غنی او اطرافیانو ترمنځ یی ډیر څوریانی او مشکلات وجود لری، اشرف غنی ددی پرځای چی دنورو سره مشوره او خبری وکړی په یواځی توب سره چاری مخته وړی، د قانون ګرایی پرځای لاس د فرمانونو په صادرولو وهی چی د نماینده ګانو په وینا یو غیری قانونی کار دی. هر غیری قانونی کارونه په هیواد کی مشکلات منځته راوړی او په نتیجه کی خپله اشرف غنی په دی مشکلاتو کی داخل دی. دی مشکلاتو ته په کتو سره څنګه کولای سو د افغانستان په وصلیدو د نورو هیوادوسره زړه خوشحاله کړو؟
پایدار اقتصادی پراختیا یو عادلانه حکومت ته اړتیا لری. دیو عادلانه حکومت د رامنځته کولو لپاره باید اوسنی مناسبات له منځه یوړل سی، انسانی مناسبات په اړیکو باید رامنځته سی. هر یو چی دهر قوم څخه دی او شایسته والی لری باید د ادارو په راس کی قرار ولری. که حکومت وکولای سی داسی کار ترسره کړی، بیله شکه اقتصادی پراختیا هم کولای سی د رفاه لپاره لاره خلاصه کړی که نه نو دا وصلیدنه، سیاسی تبعیضونه نور هم ډیروی او بی عدالتی تردی نور هم ډیروی. اوی پینو کیوواری ټولنه به رامنځته کړی.
په هغه حکومت کی چی لږ بها هم عدالت ته نه ورکول کیږی، د وسپنی لاره هم د بی عدالتی لوری ته حرکت وکړی، او ځینی کسان هم ددی وسپنی زنځیرونو لاندی د ژوند څخه ساقطه سی.
نو ای ښاغلی اشرف! شرف او ستا ماندګاری دادی چی ته د عدالت د ریل تهداب ګزاری وکړی او خپل نوم په تاریخ کی ځای پرځای کړی!!
https://avapress.com/vdcjhxev8uqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته