دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 100733
"په کمیسیون کې له هغو اصلاحاتو سره چې له قانون سره سم وي؛ مخالف نه یو"

احمد یوسف نورستاني وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد د ټولو نورو ادارو په څېر اصلاحاتو ته اړ دی؛ خو هرراز اصلاحات باید له قانون سره سم وي.
د ملي وحدت د حکومت اجراییه مشر د شنبې په ورځ د بلخ ولایت له قومي مشرانو او سوداګرو سره په کتنه کې وویل؛ باید د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې اصلاحات راشي.
ښاغلي نورستاني له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ دی د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې له اصلاحاتو سره لکه څنګه چې عبدالله عبدالله غواړي مخالف نه دی؛ خو دا اصلاحات باید د قانون په چوکاټ کې وي:
"ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې؛ کمیسیون بهبود یا اصلاحاتو ته ضرورت نه لري؛ خو په دې شرط چې دا اصلاحات د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون تر امکان لاندې جوړ شي."
عبدالله عبدالله وروسته له دې چې د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل پرله پسې د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون؛ د اشرف غني احمدزي په ګټه د درغلیو تورونه لګول او د همدې تورونو له کبله د افغانستان د انتخاباتو بحران ډېر اوږد شو.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر د انتخاباتو په بهیر کې د سرغړونو ادعاوې تاییدوي؛ خو وايي چې، په دې سرغړونو کې په انتخاباتو کې شاملو ټولو اړخونو لاس لاره:
"په دې کې یوازې د کمیسیون کارمندان نه وو. د دواړو کاندیدانو نماینده ګانو هم څومره چې؛ یې له لاسه کېدل تخطي او تخلف کړی؛ عوامو هم کړی دی، د حکومت بعضې، د امنیتي ارګانونو بعضې کارمندانو هم دا کار کړی؛ د یو یا بل کاندید په نفع باندې."
له عبدالله عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار هم د انتخاباتو په کمیسیونونو کې اصلاحات غوښتي وو.
ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو پر ژمنو ټینګار کړی؛ خو د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د بدلون په اړه یې تراوسه په زغرده څه نه دي ویلي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtyevtuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته