دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 156101
غزنی والی: د ځینو سیمو خلګ د طالبانو څخه ملاتړ کوی
کریم متین؛ د غزنی والی وایی چی طالبان د غزنی ځینو ولسوالیو د اوسیدونکو ملاتړ سره په هغه سیمو کې، حضور او فعالیت لری.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، کریم متین؛ غزنی والی، د سه شنبه په ورځ د جدی په ۱۹ خبرنګارانو ته وویل: ترڅو چی خلګ خپل سیمو امنیت تامین لپاره هڅه ونه کړی او امنیتی ځواکونو همکار نه وی، د امنیت ساتنه لیری خبره ده.
غزنی والی ویول چی طالبان په هغه ولسوالیو کې حضور او فعالیت لری او خلګ یی هم، طالبانو ته پناه ورکړی دی او د هغوی څخه ملاتړ کوی.
د غزنی والی په وینا، د مالستان، جاغوری او ناهور ولسوالیو اوسیدونکې چی د طالبانو څخه ملاتړ نه کوی او هغوی ته پناه نه ورکوی، د طالبانو شر او ناامنی څخه په امان دی.
د ښآغلی متین په وینا، که خلګ طالبانو ته ډوډۍ او عشر ورنه کړی، نور نظامی عملیات ته اړتیا نسته، طالبان خپله به له منځه ولاړ سی.
په همدی حال کې، خالقداد اکبری او غلام حسین چنګیز؛ د غزنی ولایتی شورا غړو څخه، ددی ولایت والی طالبانو سره په اړیکه باندی تورن کړ چی ګواکی هغه د طالبانو څخه ملاتړ کوی؛ خو ښآغلی متین، دا تورونه بی اساسه بولی.

https://avapress.com/vdcjymevvuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته