دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۳
د مطلب کود : 138200
له ناټو څخه د امریکا د هراړخیز ملاتړ اعلان
د ناټو عمومي منشي د امریکا له دفاع وزیر سره په خبري ناسته کې وویل ناټو په افغانستان کې له ترهګرۍ مبارزه کوي او د دغه هېواد په وړاندې به پر خپلو ژمنو ولاړ وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیز نن چهارشنبې (د سلواغې په ۲۷ مه)وویل چې واشنګټن به له ناټو څخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل ملاتړ اعلان کړي.
ښاغلي متیز وویل:« ناټو تل په نړۍ کې له امنیتي ننګونو سره مقابله کړې ده او په نړۍ کې امنیتي ننګونې داسې څه دي چې موږ له ناټو سره په همکارۍ غواړو ورته پاملرنه وشي .»
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د دې سازمان په مرکز بروکسل کې پيل شوه.
د ناټو عمومي منشي د امریکا له دفاع وزیر سره په خبري ناسته کې وویل ناټو په افغانستان کې له ترهګرۍ مبارزه کوي او د دغه هېواد په وړاندې به پر خپلو ژمنو ولاړ وي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه څرګنده کړه:« موږ د افغانستان په ګډون له هېوادونو سره له ترهګرۍ سره په جګړه کې مرسته کوو په داسې هېواد کې چې زموږ مأموریت له ۱۵ کلونو راهیسې روان دی موږ همداراز عراقي افسران روزو ترڅو له داعش ډلې سره جګړه وکړي.»
له بلخوا د امریکا دفاع وزیر د ناټو له کړنو په ملاتړ سره وايي واشنګټن غواړي د ناټو مأموریت د نړۍ په هره برخه کې په بري سره پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې له ترهګرو په تېره بیا داعش سره د مبارزې لپاره به د ناټو د غړو هېوادونو د لازیاتې مرستې غوښتنه وکړي.
https://avapress.com/vdcjyoevyuqet8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته