دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 95440
بان کي مون د پکتیکا چاودنه وغندله
له نیویارک زموږ د خبریال د راپور له مخې بانکي مون د یوې بیانېې په خپرولو سره وویل د روژې په میاشت کې د ملکي خلکو وژل یو کرکجن او د نه بښلو جنایت دی .
بانکي مون هغه چاودنه هم وغندله چې په کې په کابل کې د ولس مشری د دفتر دوه تنه وژل شوي ؤ مون وايي دا دواړه حملې په مستقیم ډول پر ملکي وګړو وې
هغه د پیښې له قربانیانو سره همدردي په ډاګه کړه
دافغانستان ددفاع وزارت وايي، چې د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ په چاودنه کې ٨٩ تنه وژل شوي او ٤٢ ټپيان دي.
د موټر بم دا چاونه د سه شنبې په ورځ کابو ١١ بجې د ارګون ولسوالۍ د ښار اړوند د موټرو په يوه سراى کې رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو شمېر هټۍ هم ويجاړې شوې دي .
بل پلوته د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل پژواک سره په خبرو کې دملي دفاع وزارت له خوا د يادې پيښې د قربانيانو په اړه ورکړل شوي شميره ردکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پيښه کې د جومات دملا امام او شپږو ماشومانو په ګډون ٤٢تنه وژل شوي دي او ٦٧ نور ټپيان دي .
خو د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون سرطيب غرمه مهال پژواک اژانس ته ويلي و، چې له دې پېښې ورته ٤٥ مړي او ٩٣ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وويل، چې د ټپيانو درملنه روانه ده او ځينې يې مرکز ښرنې ته لېږدول شوي دي.
طالبانو د یوې بیانیې په خپرولوسره ویلي چې د ارګون پېښه دوی نده کړې او افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې ده.
طالبانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې دوی د پيښې د لامل په اړه څيړنه کوي خو د دوی کسان په دې پيښه کې ښکیل نه دی .
مجاهد وايي داسې ښکاري چې دا د استخباراتي کړیو له خوا د طالبانو د بدنامولو په موخه د ملکي خلکو وژلې د لړۍ یوه بله کړی ده .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyxeh.uqeixz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته