دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 289221
د مرحوم لوی ملاصاحب(محمد عمر مجاهد) رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه!
الهي سنت دادي چې د بشریت په تاریخ کې د سترو تحولاتو لپاره ظاهراً عادي امآ تاریخ جوړونکې څهرې د تاریخ بڼې ته تغیر ورکوي.
په څوار لسمه هجرې قمري پېړۍ کې هغه مهال چې هېواد تازه د یو ستر ابر قدرت له اشغال څخه خلاص شوی امآ د کورنیو جګړو له امله هیڅ مسؤل نظام او حاکم جهت شتون نه درلود چې د خلګو حیثیت، آبرو، سر او مال محفوظ کړي.
پداسي حال کې ثالث عمر له منبر څخه را ولاړ، کتاب یې قت او د اصلاحالاتو په موخه یې عملي اقدام وکړ.
دا ستر او تاریخ ساز شخصیت د اسلام د برم او عظمت د اعادې سبب کیږي او له پېړیو وروسته د اسلامي نظام او جهاد هېر کړل شوی مفهوم او تاریخ را ژوندۍ کوي.
د شخصیت په هکله یې ډېر عجائب روایتونه او سترګو لیدلي واقعیات موجود دي امآ هغه څه چې دوست څه حتآ دوښمن ورباندې معترف دی؛ کلک عزم، په اللهﷻ محض توکل، تواضع، سخاوت، تقوا او دلاوري هغه صفتونه دي چې تاریخ به یې د الګو په ډول نورو نسلونو ته انتقالوي.
ثالث عمر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله!
هغه شخصیت وو چې د یو مېلمه په خاطر یې خپل امارت قربان او د نړۍ زبرځواک دوښمنۍ ته یې هو وویل؛ ځکه دی پوهېده چې دا یو مېلمه نه بلکې د اسلامي او افغاني حیثیت پورې تړلی جریان ده او تاریخ به بیا زما حق کې قضاوت وکړي.
د تحریک پر مهال یې د شر او فساد پر وړاندې مبارزه پیل او هېواد یې له تجزیې څخه وژغورو. همدا شان د خلکو د حیثیت، سر او مال د تحفظ لپاره یې بې مثاله امن قائم کړ.
د جهاد پر مهال یې په قوي عزم جهادي صف منسجم او متحد وساته او د نړۍ پر وړاندې یې د اللهﷻ په محض توکل او نصرت باور درلود؛ د ټکنالوژۍ په مقابل کې اېډیالوژۍ ته ترجیح ورکړه.
دوښمنانو یې د میلیاردونو ډالرو په مصرف د نړۍ ټولې جاسوسې ادارې، پرمختللي وسایل او جاسوسان په کار ګمارلي ؤ ترڅو یې موقعیت تثبیت او هدف وګرځوي. 
امآ نا خبر لدې چې د سترګو په وړاندې یې ژوند کوي او د دوښمن د ستر نظامي مرکز ترڅنګ د ملنګ او فقیر عمر د معنویاتو ډکه او فقیرانه جونګړې څخه د دوی پر وړاندې مجاهدین رهبري کوي.
دا د قربانۍ، صبر او مېړانې ستره نمونه ده چې د هدف په خاطر له خپل اهل او عیال څخه د غربت او یوازیتوب په دیار کې فقیرانه ژوند اختیار او د اللهﷻ د دین د حاکمیت او جهاد لپاره یې ځان وقف کړ.
د وخت ستر شخصیت اللهﷻ د خپل دین د حاکمیت لپاره انتخاب کړی وو.
کوم وخت چې غربي اشغالګرو ځواکونو پر افغانستان نظامي یرغل وکړ لومړۍ هدف یې د امیرالمؤمنین له منځه وړل او په شهادت رسول ؤ، امآ ده ته خداي ورکړي غیرت او ولایت نه یوازي داچې په وهم او اضطراب کې وانه چاؤ بلکې د پېشګویي په کولو سره یې چې (امریکا به د لیست له سره د لیست پاي ته ځي) او کله چې د بي بي سي خبریال، داود جنبش لوی ملا صاحب څخه پوښتنه کوي چې “په وروستیو څو ورځو کې د ډېرو ولایتونو کنترول ستاسې د ځواکونو له لاس څخه ووت، ګواکې تاسو بیا هم هیله مند یاست چې همدغه پوځي بریاوې بیا ترلاسه کړی؟!”
لوی ملا صاحب په ډېر اطمناني شکل ځواب ورکوي چې “لژ وخت بعده؛ داسې امیدوار یو لکه دا اوس دې چې ولیدله، بیا به دا بل تحول داسې وینې.”
هغه مهال داسي خبره کول یو نامنونکی واقعیت برېښېده امآ د الله د نازولي بنده شان همدا وو چې موږ او تاسو د ده له وفات وروسته دا ټول واقعیتونه په خپلو سترګو ولیدل.
دا هرڅه دا په ډاګه کوي چې اللهﷻ ته خپل دین محبوب او د حاکمیت لپاره یې عزتمند خلک انتخابوي.
دا واقعیتونه دوښمن ته دا پیغام ورکوي چې د اسلام او اسلامي نظام مخالفین به همیشه ناکام او سر ټیټي او نهائي بریا به د حق وي.
اوس چې اسلامي نظام حاکم او یا د جهاد ثمره ترلاسه شوې دا هرڅه د هغه ستر شخصیت د فداکاریو او قربانیو برکت ده، اللهﷻ دې موږ هم دده په نقش قدم روان او د نظام د بقأ په لار کې رانه کار واخلي.
https://avapress.com/vdcj8he8vuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته