دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 107367
نږدې ۴ سوه کیلوګرامه چاودیدونکې توکې او مهمات ونیول شول

د میدان وردګو ولایت امنیتي ځواکونو تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په باغک سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۷ بورۍ چاودیدونکې توکې او ګڼ شمېر مهمات نیولي .
دغه عملیات،چې د یادې سیمې په یوه باغ کې ترسره شول،په ترڅ کې ۳۴۳ کیلوګرامه چاویدونکې توکې،۱۷صندوقه د دهشکې مرمۍ،۷ فېره د RPG مرمۍ،۱۲بوتله مایع مواد او نور توکې د امنیتي ځواکونو ترلاسه کړل،خو په تور یې څوک ندی نیول شوی .
په ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmaevauqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته