دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 108495
دداعش ډلې پرضد دعراق دخلکو بریالیتوب ستراتژیک اهمیت لري .
په عراق کښې د پوځ او ولسي ځواکونو بریالیتوبونه دهیواد په راتلونکو بدلونونو کښې اغیزشیندونکی او ستراتژیک اهمیت لري .
دتهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې نن په یوه(۱) راپور کښې ویلي دي دعراق دصلاح الدین ولایت دازادولو په عملیاتو کښې د پوځ په څنګ کښې د ولسي ځواکونو پیوستون کولای شي له داعش تکفیري او بعثي ډلې سره دمبارزې دغه پړاو دهیواد په سیاسي تاریخ کښې دبدلون په پیچومي بدل کړي .
په عراق کښې دتکریت دازادولو عملیات له داعش ترهګرو د صلاح الدین ولایت دپاکولو لپاره دعملیاتو مرکز دی .
دعراق دپوځ او ولسي ځواکونو په څنګ کښې دتکریت د ازادولو په عملیاتو کښې د قبایلو پراخ شتون په ترهګرو د زر تر زره دبریالیتوب امیدونه زیات کړي دي .
دایران جمهوري اسلامي ورځپاڼې په راپور کښې وویل دعراق دتکریت د ازادولو عملیات په دې سربیره چې له داعش سره په مبارزې کښې ستراتژیک اهمیت لري په دغه هیواد کښې د ولسي پیوستون او دعراق دټاټوبي په پیوستون د ټینګار لپاره بیلګه رول ګڼل کیږي .
دعراق دفاع وزیر خالد العبیدي دصلاح الدین ولایت په مرکز تکریت د حکومتي عسکرو د کامل کنټرول خبر ورکړ .
دعراق حکومتي عسکرو او ولسي ځواکونو په شمال کښې د صلاح الدین ولایت له داعش ډلې دپاکولو لپاره عملیات له تیرو دوو(۲) اونیو څخه شروع کړي دي او ډیرې سیمې هم د حکومتي عسکرو لاس ته ورغلي خو یوشمیر ځان وژونکي ټروریسټ اوس هم په تکریت کښې شته چې زر به و نیول شي او یا ووژل شي .
دعراق دبدر تظیم مشر هم وویل چې په راتلونکو دریو(۳) ورځو کښې به تکریت سل(۱۰۰) په سله (۱۰۰) دحکومتي او ولسي ځواکونو په لاس کښې وي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco4qsp2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته