دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 117743
په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۳ تروريستان وژل شوي؛ ۴۵ ټپيان شوي او ۶ نور نيول شوي
د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، دغه عملیات د کونړ ولايت په وټه پور، مروره، دانګام، سرکاڼو او مانوګي ولسواليو کې؛ د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالي کې؛ د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالي کې؛ د لغمان ولايت په علي نګار ولسوالي کې؛ د نورستان ولايت په وانت او کامديش ولسواليو کې؛ د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې؛ د زابل ولايت په چارچينو ولسوالي کې؛ د کندهار په غورک او خاکريز ولسواليو کې؛ د ارزګان ولايت په خاص ارزګان، سراب او دهراود ولسواليو کې؛ د بغلان ولايت په بوکه ولسوالي کې؛ د هلمند ولايت په سنګين، کجکي، مارجه او موسی کلا ولسواليو کې تر سره شوي دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته د سخت دريځو وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي او د سرتېرو له خوا ګڼ شمېر ماينونه کشف او خنثی شوي دي.

د اعلاميې له مخې، د سخت دريځو له خوا په بېلابېلو سيمو کې د سړک غاړو ته د اېښودل شويو ماينونو له کبله د ملي اردو سرتيرو ته هم تلفات اووښتي دي.
https://avapress.com/vdci5yazpt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته