دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 121589
ایران څلور ایران الاصله امریکایان ازاد کړل
د ایران فارس نیمه دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد د واشنګټن پوسټ د یوه خبریال په ګډون څلور ایران الاصله امریکایان خوشې کړي دي.

د راپور په اساس درې تنه چې دوه ګونی تابعیت يې درلود د بندیانو د تبادلې په چوکاټ کې خوشې شوي دي.

جیسون رضاییان، امیر حکمتي، سعید عابدیني او نصرت الله خسروی په دغه ازاد شوو کسانو کې شامل دي.

جیسون رضاییان د واشنکټن پوسټ خبریال وو چې تېرکال د ((جاسوسي) په تور ونیول شو.

واشنکټن پوسټ پر خپل خبریال دغه لګول شوي تورونه څو ځله رد کړې وه.

سعید عابدیني د ملي امنیت پر ضد د هڅو په تور په اته کاله بند محکوم شوي وو.

امیر حکمتي چی یو پخوانی امریکايي بهري پوځي وو د خپلي (انا) د لیدلو لپاره يې ایران ته سفر کړی وو د جاسوسي په تور ونیول شوو او په بند محکوم شوي وو.

په راتلونکو انتخاباتو کې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید تدکروز د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې د دغه معاملې د جزیات په هکله نه پوهیږي.

دې وایي:

"همدا اوس خبر شوم چې سعید عابدیني او درې نور امریکایان د ایرانه خپل هېواد ته ستنیږي، فقط وایم چې:د خدايه شکر."

په عین وخت کې د ایرنا خبري اژانس د تهران د لوی څارنوال عباس جعفري په حواله راپور ورکړی چې امریکا شاوخوا اووه ایراني بندیان په دغه هېواد کې ازاد کړي.

رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د ځنیو رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې شپږ ایرانیان چې دوه ګوني تابیعت يي درلود د دې هېواد د تحریم په نقض بندیان شوي وو.

همدارنګه د غربي رسنیو په حواله راپورونه ورکول شوي چې څلور نور ایرانیان چې ویل کیږي د نړېوالو پولیسو تر تعقیب لاندې وو نور له تعقیبه خلاص شول.

https://avapress.com/vdcbw8b89rhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته