دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 122703
د ملکي تلفاتو په تړاو په کابل کې د یوناما دفتر د راپور په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جنګ په جریان کې د ملکي وګړو د ساتنې په هکله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د معاونت دفتر (یوناما) د ۲۰۱۵ کال راپور ارزولی دی. دا مهم راپور یو ځل بیا تائیدوي چې افغانان د نښتو په پایله کې لوړ قېمت ورکوي او دا هم تائیدوي چې طالبان او ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د وګړو د سوله ییز ژوند او د هغوی د کورنیو د مصونیت حقونه سلبوي.

په افغانستان کې له امنیتي وضعیت څخه د یوناما نږدې څارنه او مفصل تحلیل دا باوري کوي، چې طالبان او اړوندې ټولې ترهګرې ډلې عام خلک په نښه کوي او د هغوی تر منځ وېره او ډارخپروي. دا ډلې د جنګ له قوانینو، ملکي وګړو ته د زیانونو د اوښتلو د غندنې په هکله د حضرت محمد ص د لارښوونو په ګډون له نړیوالو بشري قوانینو او د افغانستان له ټولو نافذه قوانینو څخه سرغړونه کوي او د هېواد د وراني لامل کېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تلفاتو په زیاتوالي خواشینی دی. طالبان اوهمکاران یې هره ورځ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې تهدیدونه زیاتوي. د هغوی له وژلو، معلولولو، د هغوی د بشري حقونو او د هېواد په اساسي قانون کې د خلکو د تسجیل شویو حقونو له سلبولو څخه درېغ نه کوي.

د یوناما په راپور کې راغلي دي : ”دولتي ضد عناصرو تل د ښځو د حقونو، د بشر د حقونو او د هغو ښځو چې له کوره دباندې فعالیت کوي، د دوی پیاوړي مدافعین په نښه کړي دي. د هېواد په اکثره سیمو کې په وسله والو نښتو کې د ښځو د تلفاتو پر زیاتوالي سربېره ، دولتي ضد عناصرو د خپلې ولکې په سیمو کې اساسي بشري حقونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی کړی. یوناما دفتر په ۲۰۱۵ کال کې د دولتي ضد عناصرو له لوري قصداً د ښځو او نجونو د ازادي محدودوالی، روغتیایي اسانتیاو ته د هغوی د لاسرسي اوله لومړۍ دورې څخه لوړ ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي موارد، مستند کړي دي.“

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ۲۰۱۵ کال کې په خلکو او ملکي بنسټونو د رعب، وېرې او د خبرونو د سرټکو له لارې د کاذب شهرت په خاطر د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو د عمدي او بې تفکیه بریدونو زیاتوالی، مستند کړی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغو موندنو په رڼا کې د یوناما په څارونکي ټیم ټینګار کوي، چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول د هېواد په جنوب او جنوب ختیځ کې د قومي مشرانو په ګډون په خلکواو ملکي بنسټونو باندې د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو زیاتېدونکو هدفمند او عمدي بریدونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. زموږ د امنیتي مسایلو شنونکو د دغو ناوړه بریدونو د اجرا په طرز کې سازمان شوې شېوې پېژندلي او دې پایلې ته رسېدلي دي، چې طالبان د خلکو په منځ کې د وېرې اچولو او د هغو کسانو د وېرولو په خاطر چې د ملکي خلکو پر ضد تاوتریخوالی غندي، سیستماتیک کوښښونه کړي دي.

دا بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو څرګند نقض دی چې د یوناما هر اړخېزه پاملرنه غواړي.

د یوناما راپور د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې چې د تهدید په لوړه کچه کې قرار لري پېښې تر پوښښ لاندې راوستلي، حال دا چې د افغانستان دولت په ټول هېواد کې ملکي تلفات ثبتوي او څاري. دا ارقام ښیي چې دولتي ضد عناصرو د ځانمرګو بریدونو په ګډون چې زیات ملکي وګړي په نښه کوي، په ۲۴ ولایتونو په ځانګړي ډول په هغو ښارونو کې چېرې چې د افغانستان دولتي ځواکونود ښکاره دلایلو په خاطر له نښتو څخه ډډه کړې، څه ډول له تفکیک پرته بریدونه ترسره کړي دي. د افغانستان حکومت په دې متاسف دی چې یادې پېښې د یوناما په راپور کې نه دي شاملې او یاد راپور بشپړ تصویر نه دی وړاندې کړی.

د افغانستان دولت په درناوي یادونه کوي چې د یوناما له دې تشخیص سره نه دی موافق چې د طالبانو د ځمکنیو بریدونو له امله د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۴۲ په سلو کې کموالي راغلی دی. د طالبانو د ځمکنۍ نښتو په هکله د افغانستان دولت د ارقامو ارزونه دا ښیي چې د دې کموالي عمده دلیل د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د دې ډلې غیر منتظره اندېښنې نه دي، بلکې د طالبانو د راکټونو، بریدونو او ځورولو له وېرې له هغو سیمو چې هغوی په خلکو جنګ تحمیل کړی دی د خلکو تېښته او بې ځایه کېدل دي.

د افغانستان دولت همدارنګه له دې امله چې ۱۳ په سلو کې ملکي تلفات یې هیڅ ډلې ته نه دي منسوب کړي، د یوناما تصمیم د پوښتنې وړ بولي.

هغه ارقام چې د افغانستان دولت د دولتي ضد عناصرو د ځمکنیو نښتو په تعقیب راټول کړي دي، داښیي چې طالبانو او د دوی همکارانو تقریباً په هر مورد کې د ملکي وګړو خوندیتوب او د جینوا کنوانسیونونو په ګډون بشري قوانینوته هیڅ ډول پاملرنه او درناوی نه دی کړی او په حقیقت کې د هغې ډلې ویندویانو تل پر ملکي وګړو د برید مسوولیت منلی دی.

د جنګ قوانین چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پیروي کوي د اسلام د مبین دین له لارښوونو سره مطابقت لري او لکه دمخه چې یاده شوه جانبي زیانونه یې ناروا ګڼلي او نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی کوي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې منظمې زده کړې کوي او کومه تېروتنه یا سرغړونه چې وکړي، حتی که کوچنۍ سرغړونه هم وي، نو پوښتنه ورڅخه کېږي. باید څرګنده شي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده ماموریت د افغانستان د ټولو خلکو خوندیتوب او د امنیت تامین دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوناما د تصمیم په هکله چې یو شمېر زیات ملکي تلفات یې هیڅ فرد او ډلې ته نه دي منسوب کړي اندېښمن دی، ځکه د پېښو سم تصویر یې نه دی وړاندې کړی او کېدای شي چې طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو سره له عدالت او حساب ورکولو څخه د تېښتې په خاطر مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له یوناما څخه د نښتو په جریان کې د ملکي وګړو د مصونیت د دقیقې څارنې او په دې برخه کې د رغنده سپارښتنو د وړاندې کولو له امله مننه کوي.

په پای کې د لاندې مواردو یادونه کوو:

· د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپل نظامي عملیات د تعریف شویو او واضح قوانینو په رڼا کې ترسره کوي. همدارنګه له ځینو وسلو څخه ګټه اخیستنه یوازې په ځانګړو شرایطو کې د ”توجیه منلو او تناسب“ د اصلونو پر بنسټ مجاز ګڼي او د خلکو مصونیت ته بشپړ ارزښت ورکوي. د افغانستان دولت په څو مواردو کې د ملکي وګړو د سر او مال د خوندیتوب په خاطر بریدونه او د بریدونو ضد اقدامات څو ورځې ځنډولي دي. د کندز ښار د پاکولو پرمهال زموږ اقدامات د دې پالیسي ښودونکي دي.

· پورتنیو خبرو ته په پام د افغانستان دولت توافق لري چې له چاودېدونکو وسلو او جنګي طیارو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د جنګ د قوانینو او جنګي تکتیکونو د ښه والي لپاره زیاتې هڅې کېدلی شي او ښایي چې ترسره شي.

· د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به خپلې ملي پالیسي ته په پام د ملکي تلفاتو د کموالي او د اړوند کاري پلان په موخه یو ژمن او مسلکي ټیم رامنځته کړي، چې ملکي وګړو ته د جګړې له امله ټول اوښتي زیانونه وارزوي.

· د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قربانیانو کورنیو، د جنګ، د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو له امله زیانمنو شویو کسانو سره د مرستو په موخه خپلې پالیسي ته ادامه ورکوی. د افغانستان ستره محکمه زیانمنو شویو افغانانو ته د اوښتو زیانونو د جبران د ټاکلو په هکله هم کار کوي.

· د افغانستان دولت په ټینګار سره څرګندوي چې د ښوونځیو، روغتونونو او کلینیکونو په ګډون یې له ملکي تاسیساتو څخه د نظامي موخو لپاره ګټه نه ده اخیستې او که هر سیمه ییز او نظامي مقام د دې عمل مرتکب شي، نو پوښتنې او څېړنې به ورڅخه وشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی مسوولیت د هېواد د وګړو ساتنه او مصونیت دی او هر کوښښ چې له موږ سره دې موخې ته د رسېدو په برخه کې همکاري کوي، هرکلی او ملاتړ یې کوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawun6e49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته