دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 123483
د کامدېش او شکت دوز ولسوالیو د قومونو دښمني په وروري بدله شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولس مشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت د کامدیش او شکت دوز ولسوالیو د قومونو تر منځ د لسیزو شخړو او دښمنیو د پایته رسولو او د دوی تر منځ د پخلاینې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه چې پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه، د افغانستان د اسلامي دولت لومړني ولس مشر حضرت صبغت الله مجددي هم په کې حضور درلود. په پیل کې د ولس مشر سلاکار ښاغلي اسدالله وفا او د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د کامدیش او شکت دوز ولسوالیو د قومونو تر منځ د شخړو او دښمنۍ د له منځه وړلو په موخه د خپلو هڅو او فعالیتونو د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل.
دوی د ولس مشر له پاملرنې څخه مننه وکړه، چې د یادو قومونو تر منځ د شخړو د حل او د دوی د پخلاینې په موخه یې ځانګړی حکم ورکړ او د همدغه حکم پر بنسټ د حضرت صبغت الله مجددي په مشري د جرګې غړي په دې وتوانېدل چې د دغو قومونو تر منځ شخړه په وروري، پخلاینه او خواخوږي بدله کړي.
وروسته د ولس مشر په حضور کې حضرت صبغت الله مجددي او د ولس مشر سلاکار اسدالله وفا د دواړو قومونو له مشرانو او استازو څخه وغوښتل چې یو بل ته د ورورۍ لاسونه او د خواخوږۍ غېږې ورکړي.
ورپسې مولوي صادق د کامدېش او ډاکټر غلام حسین د شکت دوز ولسوالیو د قومونو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی د ولس مشر له ځانګړې پاملرنې او د جرګې له ټولو غړیو څخه له دې امله مننه وکړه چې د دغو قومونو د لسیزو دښمني او شخړه یې په اساسي توګه حل کړه.
هغوی ولس مشر ته په خطاب کې وویل، د نورستان خلک به ستاسو دا شفقت هېر نه کړي، ځکه د نورستان د خلکو هغه د لسیزو شخړه مو په اساسي توګه حل کړه، چې په پایله کې یې له څلور سوه څخه زیات خلک له دواړو غاړووژل شوي، سلګونه کورونه په کې سوځېدلي او همدارنګه ګڼې کورنۍ په کې بې ځایه شوې وې .
یادو استازو له ولس مشر څخه وغوښتل، چې د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو په برخه کې همکاري وکړي او کورنیو ته د څښاک اوبو او د استوګنې د اسانتیاو په ګډون د ژوند نور خدمات هم برابر کړي.
ولس مشر غني د دوی له څرګندونو وروسته دواړو قومونو ته د دغې پخلاینې مبارکي وویله او له دې امله یې د افغانستان د اسلامي دولت د لومړي ولس مشر په مشري د یادې جرګې له ټولو جرګه مارو او غړیو څخه مننه وکړه.
د هېواد ولس مشر د قران عظیم الشان په استناد سوله د ولسونو په خیر وبلله او د دواړو قومونو له مشرانو څخه یې مننه وکړه چې په نننۍ پخلاینې سره یې خپله دښمني او شخړه پایته ورسوله.
ولس مشر د دغو قومونو ترمنځ پخلاینه یو لوی ګام وباله او زیاته یې کړه، امید دی چې ستاسو دغه مهم ګام د ټول افغانستان لپاره یو ژوندی مثال شي. هغه زیاته کړه، جرګې په افغانستان کې پخوانی او پراخ دود لري.
محمداشرف غني د جرګه مارو ارزښت ته په اشارې وویل، ستاسو له هڅو او کوښښونو پرته دغه مهم ګام نشو پورته کېدلی او له هغوی یې هیله وکړه چې د نورو ورته شخړو او دښمنیو په حل او فصل کې همکاري وکړي.
ولس مشر د کرنې، کلیو پراختیا وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او طبیعي پېښو ته د رسیدګي په برخه کې د دولت وزیر ته لارښوونه وکړه چې د کامدېش او شکت دوز ولسوالیو د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پرځای کولو په برخه کې همکاري وکړي.
ولس مشر غني د یادو وزارتونو او ادارو مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د یادو قومونو متضررو کورنیو ته دې د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو تر څنګ دوه دوه کوټې د کلي په شکل ابادې کړي.
د هېواد ولس مشر د نورستان طبیعي ښکلا وستایله او وې ویل، سږکال به نورستان ولایت د لومړي ځل لپاره د قیرسرک لرونکی شي. هغه زیاته کړه، د یادو سیمو د امنیتي ستونزو د حل او د سیمه ییزو پولیسو د تشکیل په برخه کې به د اروزنې په پایله کې د امکاناتو مطابق اقدامات وشي.
https://avapress.com/vdcg7w9qwak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته