دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 124362
دمشرانو جرګې دشکاياتو دکمېسيون رئيس دسکتوري رئيسانو سره وکتل
دغه ليدنه، چي دسه شنبې په ورځ دولايت مقام دغونډو په تالار کي ترسره سوه پرمهال يې دمشرانو جرګې دشکاياتو دکمېسيون رئيس او ورسره راغلي پلاوي دولايتي ادارې رئيسانو ته ډاډ ورکړ ،چي د دولتي ادارو هغه ستونزي، چي په مرکزي ادارې پوري تړاو لري دحل په موخه به يې هر ا ړخيز اقدامات ترسره کړي.
دمشرانو جرګې دشکاياتو دکمېسيون رئيس محمد حنيف حنيفي دخپلي دندي دپيل سره سم لومړی کندهار ته سفر وکړ او دسه شنبې په ورځ يې دکندهار ولايت دسکتوري رئيسانو سره دهغوئ دادارو اړوند دستونزو په تړاو خبري او بحث وکړ.په دغه ليدنه کي ښاغلي حنفي کندهار ته دخپل سفر هدف دولايتي ادارې دهغو دستونزو هوارول ياد کړل، کوم چي دکندهار ولايتي ادارې د دوامداره هڅو سره سره بيا هم مرکزي ادارې ورته پاملرنه نه ده کړې.
غونډي ته دراپور ورکولو په لړ کي لومړی دولايت مقام سکتوري رئيس په خپلو خبرو کي وويل په کندهار کي اوس مهال ۵۸ پروژې دعملي کېدو په حال کي دي، چي 22 پروژې يې تکميل د 21 نورو ساختماني چاري رواني دي او 15 نوري پرمختيايي پروژې دبوديجي د نه ورکولو له امله ځنډېدلي دي.
هغه زياته کړه، دصحي روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو ترڅنګ دکندهار ولايت اوه ولسوالۍ اداري تعميرونه نه لري، چي دوئ يې ديو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي دخپلو خبرو پرمهال دغه راز وويل، دمرکزي ادارې څخه يې د زراعتي مځکو د اوبو دکمښت په موخه دځينو بندونو دجوړېدو غوښتنه کړې او ترڅنګ يې دکندهار په صنعتي پارک کي دپاخه سړک، پولچکانو، چريو او دصحي اوبو دستونزو دهواري په موخه هم دمرکزي ادارې څخه غوښتني کړي، خو تردې مهال يې کوم مثبت جواب نه دي ترلاسه کړی.
په دغه غونډه کي دکندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل دکندهار پوهنتون په چوکاټ کي دمحصلينو او استادانو تبديلي يوه لويه ستونزه وبلل.
ښاغلي توتاخېل زياته کړه، دتېر کال په جريان کي دپارلمان دوکيلانو او ديو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو دفشار له وجهي 970 محصلينو د دغه پوهنتون څخه تبديلي اخيستې ده.
ده ددې ترڅنګ د پوهنتون په انګړ کي د بنيادي تاسيساتو دکمښت ترڅنګ د انجونو دليليې نه درلودل دخپلو ستونزو په توګه يادي کړې.
دکندهار دپوهني رئيس انجنير عبدالقادر پيوستون بيا وويل، چي هرکال په زرګونه انجوني دلته کندهار کي د ښوونځيو دټرانسپورټ د نه درلودلو له وجهې خپل تعليم پرنميايي پرېږدي او ترڅنګ يې په تدريسي او اداري برخو کي دتشکيل د ډېرېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز دکندهار ګمرک او ټرانسپورټ رياست رئيسانو دخپلو کلني راپورنو او غوښتونو وړاندي کولو وروسته دکار او ټولنيزو شهيدانو او معلولينو او بريښنا رياست مسؤلينو اواستازو هم خپلي ستونزي راغلي پلاوي ته بيان او د ستونزو دحل په برخه کي يې د هغه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.دغونډي په ورستيو کي دراغلي پلاوي مشر او غړو دکندهار سکتوري رئيسانو ته ډاډ ورکړ، چي ستاسي ستونزي او غوښتني مو دځان سره اخيستي او دحل په موخه به يې اړوند وزارتونو او ادارو سره شريک او دحل په موخه به يې جدي اقدامات کوي.

https://avapress.com/vdcd9o0fxyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته