دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 125143
روان کال کی د ملکی وګړو مرګ ژوبله زیاته شوي
په پوځي عملیاتواونښتوکې د ملکي خلکومرګ ژوبله ،تل دملګروملتونو، نړیوالو ادارو او د افغانستان د خلکوداندېښنې لامل شوې.

په پوځي عملیاتواونښتوکې د ملکي خلکومرګ ژوبله ،تل دملګروملتونو، نړیوالو ادارو او د افغانستان د خلکوداندېښنې لامل شوې.

داځل ملګروملتونودنوي رپوټ په خپرولوسره ،دافغانستان له حکومت څخه دملکي خلکودمرګ ژوبلې دکموالي په برخه کې دهڅوستاینه کړې.

سره له دې چې دغه رپوټ کې تراوسه دملکي خلکومرګ ژوبله لوړه ښوول شوې، څرنګه چې څرنګه دروان زږدیزکال لومړیودرې میاشتوکې شپږسوه ملکي خلک وژل شوي اودیارلس سوه دري څلوېښت ټپیان دي.

دغه شمیرې دروان کال په ترڅ کې دتېرکال دورته وخت په پرتله ، دملکي خلکودمرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه دوه سلنه زیاتوالی ښيي. نیکولاس هایسم له ښکیلوخواووغواړي چې دبشري حقونومسولیت ترسره کړي اوهڅه وکړي چې دنښتوپه ترڅ کې ملکي خلک زیانمن نشي.

ملکي خلکوته مرګ ژوبله ،دتوجیې وړنه ده، سره له دې چې نښتې زورهم واخلي، ښکیلې خواووې بایددبشري حقونونړیوال قوانین په پام کې ونیسي اوملکي خلکوته دزیان رسولوپه مخنیوي کې مسولیت ترسره کړي ،په جګړې کې له نړیوالوقوانینو دښکېلوډلوسرغړونې ، دافغانستان په جګړه ځپلي هیوادکې دملکي خلکودمرګ ژوبلې ددوام لامل شوې اوهغه خلک چې ډیرې ستونزې اومرګ ژوبلې یې زغملې دي.

دملکي خلکودشپیته سلنه مرګ ژوبلې عامل ، ترهګرې ډلې بلل کیږي اونولس سلنه یې له امنیتي ځواکونوسره تړاوکې بلل کیږي ، خوشپاړس سلنه نوریې کومې خاصې ډلې سره تړاوکې نه ده بلل شوی.

ددفاع وزارت ټینګارکوي چې ترهګرې ډلې ، په هیوادکې دملکي خلکودمرګ ژوبلې اصلي عامل دي.

دغه رپوټ کې دغه راز په رسنیواوخبریالانوباندې بریدونه غندل شوي ، دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې دمګړۍ دهیوادپه ډیرو ولایتونوکې جګړه ده اودرپوټونوله مخې ،طالبان له ملکي خلکودډال په توګه کاراخلي.

https://avapress.com/vdcbasb8frhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته